د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه اوسیدونکي: د پولیو ضد مبارزه کې کور په کور کمپاین ګټور ثابت شوی


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د فراه ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې د پولیو ضد مبارزه کې کور په کور کمپاین ګټور ثابت شوی، او ډاډ ورکوي چې له دې بهیر سره به مرسته وکړي.

د دوی په وینا، د کور په کور کمپاین له امله د پولیو ضد واکسین ته لاسرسی آسانه شوی، او دې ته اړتیا نه پیدا کیږي چې هغوی خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیایي مرکزونو ته یوسي.

د فراه ښار یو تن اوسیدونکي، عنایت الله ریګیوال، امریکا غږ ته وویل: ‌”ډیری کورنۍ بې وزلي دي او نارینه ېې له کور څخه بهر په کارونو بوخت دي، او په روغتیایي مرکزونو کې د خپلو ماشومانو د واکسین لپاره وخت نلري، نو له همدې امله کور په کور کمپاین خورا زیات موثر دی.

د نوموړي په وینا، په کور په کور کمپاین کې په آسانۍ سره او په منظم ډول د هدف وړ ماشومان واکسین کیږي.

د فراه ولایت د پشت رود ولسوالی اوسیدونکی، عصمت الله سمسور، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”کور په کور واکسین یو ضرورت دی، ځکه هم خلک کولای شي په آسانۍ سره خپل ماشومان واکسین کړي، او هم روغتیایي کارکوونکي ډاډ ترلاسه کوي چې څومره ماشومان واکسین شوي او څومره له واکسین څخه پاتې دي.

د نوموړي په وینا، دا د دوی مسؤولیت دی چې په کمپاینونو کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، او خپل ټول ماشومان د واکسین لپاره هغوی ته راوکاږي، تر څو له ګوزڼ ناروغۍ څخه وژغورل شي.

بل پلو، د فراه ولایت یو شمېر روغتیا پالان وایي د پولیو ضد مبارزه د روغتیایي چارواکو او کورنیو ګډ مسؤولیت دی.

په فراه ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر عبدالغفار رحمانی، پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: ”د پولیو ضد مبارزه دوه اړخیزه مسؤولیت دی، پدې معنا چې چارواکي باید خلکو ته پوهاوی ورکړي او په منظم ډول ټولو سیمو ته واکسین ورسوي، او کورنۍ باید په هر کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړي.

نوموړی له کورنیو غواړي چې په کمپاینونو کې هرومرو خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه پولیو درملنه نلري او د وقایې یواځنۍ لاره ېې ټولو له پنځه کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقول دي.

XS
SM
MD
LG