د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو په اړه د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې د ګوزڼ وهلو ځوانانو د ګډون چمتووالی


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی.

فراه کې ګوزڼ وهلي ځوانان وایي، دوی چمتو دي چې د ګوزڼ ناروغۍ د پایلو او د واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي په پراګرومونه کې ونډه واخلي.

په فراه کې ګوزڼ وهلي ځوانان وایي چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي مخ په ختمیدو ده، او دوی غواړي چې د ګوزڼ په وړاندې د روانې مبارزې هڅې لازیاتې ګړندۍ شي او دوی ته هم د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې پراخه ونډه ورکړل شي.

هغوی له روغتیایي چارواکو غواړي چې ورته زمینه برابره کړي چې د خپل ژوند دردناکه واقعیتونه له هغو کورنیو سره چې د ناسمو باورونو او بیغوري له امله خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه ورکوي، شریک کړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې ناغیړي ونکړي.

د فراه د پشت رود ولسوالۍ اوسیدونکي، ۲۸ کلن ولي محمد امریکا غږ ته وویل: ”زه د ګوزڼ ناروغۍ د روغو پښو له نعمت څخه بې برخې کړی یم، نو کله چې له هر چا سره مخ شم، د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه ورته معلومات وړاندې کوم.“

د ښاغلي ولي محمد په وینا، ده تل هڅه کړې چې ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه وژغوري، ځکه د معلولیت له کړاوونو ډګ ژوند یې تجربه کړی او هیڅکله نه غواړي چې بل هیڅ ماشوم په ګوزڼ اخته شي.

د فراه ولایت بل اوسیدونکی، ۲۵ کلن محمد قایم نوبهاري بیا له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو په وړاندې خپل مسؤولیت په سمه توګه ادا کړي‌ او خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

ښاغلی نوبهاري چې په ماشومتوب کې په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوی، امریکا غږ ته وویل: ”زما کورنۍ زما د درملنې لپاره ډیر کوښښونه کړي، خو له بده مرغه چې پولیو درملنه نه لري. که چیرې زما کورنۍ ما ته په ټاکلي وخت د پولیو ضد واکسین تطبیق کړی وای، اوس به نه ما له معلولیت څخه رنځ ووړ او نه به دوی د پښیماني احساس درلود.“

په ورته مهال روغتیایي مسؤولین هم د ګوزڼ ناروغۍ د قربانیانو د دا ډول هڅو هرکلی او ملاتړ کوي، او دا کار د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره اړین او اغیزناک ګام بولي.

په فراه کې د طالبانو د حکومت د ولایتي روغتون رئيس، صلاح‌الدین احدي امریکا غږ ته وویل: ”که چیرې ګوزڼ وهلي‌ کسان د پولیو ناروغۍ له کبله د معلولیت برخلیک او د ورځني ژوند ستونزې له کورنیو سره شریکې کړي، زه په ډاډ سره ویلی شم چې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې به ګټور تمام شي.“

روغتیا پالان وایي چې پولیو هغه ناعلاجه ناروغي ده چې لا هم په افغانستان او پاکستان کې د میلیونونو ماشومانو ژوند او راتلونکۍ ګواښي.

XS
SM
MD
LG