د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ضد مبارزه کې یووالی او همغږي اړینه ده – د پوهنتون استادان


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د فراه د پوهنتون استادان وایي چې د ګوزڼ ضد مبارزه کې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو یووالی او همغږي ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لیدل کیږي.

دوی یادونه کوي چې افغانستان د نړۍ د هغو دریو هیوادونو په کتار کې دی چې د ګوزڼ ناروغي یې د ماشومانو ژوند ګواښي، او د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د کورنیو، ټولنی او روغتیایي بنسټونو یووالی او هر اړخیزه مبارزه اړینه ده.

د فراه د پوهنتون استاد، فرهاد ساحل، امریکا غږ ته وویل: ” له ډیرې مودې راهیسې، د پولیو ویروس زموږ د ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخامخ کړې. زه د یو استاد په توګه له ټولو کورنیو غواړم چې د پولیو ضد مبارزه کې ګډون وکړي، او خپل ماشومان واکسین کړي.“

د فراه ولایت یو تن قومي مشر، محمد عارف نورزی، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”دا چی د دوو څاڅکو واکسین په واسطه د یو ماشوم ژوند ژغورل کیږي او افغانستان له دې ناورین څخه خلاصون مومي، اما بیا هم ځینې کورنۍ خپل ماشومان نه واکسینوي، دا د حیرانتیا خبره ده.“

نوموړی له کورنیو غواړي چې د ماشومانو روغتیا او راتلونکي ته دې پاملرنه زیاته کړي، او خپل ماشومان دې په ټاکلي وخت د پولیو په وړاندې واکسین کړي.

بل لوري ته، د فراه ولایت روغتیایي مسؤولین د استادانو د دا ډول دریځ هرکلی کوي او یادونه کوي چې په همدې خاطر یې تل د پولیو ضد مبارزه کې د علمي کادرونو اغیزناک رول ته ځانګړې پاملرنه کړې.

د فراه د عامې‌ روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر، ډاکټر نجم‌الدین بشیري، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د پولیو ضد مبارزه کې د استادانو پراخ ګډون او همکاري ته د قدر په سترګه ګورو، ځکه دوی کولای شي خلکو ته اړینه او اغیزناکه لارښوونه وکړي.“

د نوموړي په وینا، دوی ته د پولیو ضد مبارزې په موخه، د فراه د پوهنتون له لوري ۵۸ کسان ورپیژندل شوي، تر څو په بیلابیلو ولسوالیو کې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې له دوی سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG