د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې پرمختګونه د ستاینې وړ دي- قومي مشران


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

په فراه کې یو شمېر قومي مشران چې د مخلتفو ولسي ستونزو د حل په موخه هڅې کوي، وايي د پولیو ناروغۍ سره مبارزه له نږدې څاري او چمتو دي چې په دې برخه کې پوره مرسته وکړي.

د دوی په خبره که چیرې یادې چارې همداسې روانې وي، ډیره هیله مندي شته چې پولیو له افغانستان څخه محوه شي.

په فراه کې یو تن قومي مخور، الله نور اعظمي وايي چې یو له هغو ستونزو چې مونږ یې حل ته سترګې په لار یو په افغانستان کې د پولیو محوه کیدل دي.

ښاغلي اعظمي امریکا غږ ته وویل: له نېکه مرغه پدې وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو کومه نوې پېښه نه ده ثبت شوې چې دا یو لوی پرمختګ دی او هیله ده چې په نږدې راتلونکي کې له پولیو څخه پاک افغانستان ولرو.

د نوموړي په وینا، خلک په ځانګړي توګه کورنۍ هم باید د واکسین د رضاکارانو سره مرسته وکړي چې یو ماشوم هم له واکسین څخه محروم پاتې نشي.

په ورته مهال، د فراه یو بل قومي مخور، محمد اسماعیل بیا له افغانستان څخه د پولیو محوه کیدل د کورنیو په فعاله ونډې پورې اړوند بولي.

نوموړی وايي: مونږ دې ته ډیر خوشحاله یو چې پولیو له افغانستان څخه محوه شي، خو زما په نظر که چیرې ټولې کورنۍ خپل ماشومان پر وخت واکسین نه کړي نو له افغانستانه د پولیو محوه کول ناشونی کار دی.

بل پلو، روغتیايي چارواکي هم د پولیو په وړاندې د اغیزمنې مبارزې ډاډ ورکوي، او د شته خنډونو حل لارې آسانه یادوي.

په افغانستان کې د یونیسف د عامه اړیکو مسؤول، ډاکتر کمال شاه سید امریکا غږ ته وویل چې وروستي پرمختګونه هیله بخښونکي او د پولیو د بشپړې محوی مزل را لنډوي.

د نوموړي په وینا، د پرتو خنډونو حل ډیر ساده او آسانه دی، د پولیو په وړاندې د کور په کور کمپاینونو د تطبیق زیاتوالی او د کیفت لوړول په خپله مونږ هدف ته رسوي.

روغتیایي کارپوهان په ټینګار سره وایي چې د ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري خو مخنیوی یې د دوه څاڅکو واکسین په مټ شونې او واکسین ته لاسرسۍ او د کورنیو فعاله ونډه هم په کې ډیر اغیزمن رول لري.

XS
SM
MD
LG