د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: د پکتیکا په ځنو سیمو کې د پولیو واکسین عامه پوهاوي ته اړتیا ده


په ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور
په ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

د پکتیکا ولایت په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر خلک لاهم د پولیو واکسین په ارزښت نه پوهیږي او ماشومانو ته د واکسين په تطبیق کې غفلت کوي.

د پکتیکا دعامې روغتیا د چارواکو په وینا، کم پوهاوی او په تېرو دورو کې د جګړو شدت د خلکو د پوهاوي کچه زیانمنه کړې او لا هم ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین په وړاندې منفي غبرګون ښکاره کوي.

د پکتیکا دعامې روغتیا رئیس ډاکټر حکمت الله عصمت په دې هکله امریکا غږ ته وویل: ”ډیری خلک د واکسین په اهمیت نه پوهیږي او له تعلیم هم بې برخې دي. نا امنۍ او نور لاملونه هغه خنډونه دي چې ځینې کورنۍ مرکز ښرنې ته نږدې هم نه حاضریږي چې ماشومان یې واکسین شي.“

د نوموړي په وینا یوازې پکتیکا هم نه ده، بلکې د سویل ختیځ زون ځینې نورو ولایتونو کې هم داسې سیمې شته چې ډېر لږ خلک یې د پولیو واکسین له ارزښته باخبر دي.

د خوست اوسیدونکي کبیر خان پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”پکتیکا خو نسبتاً یو وروسته پاتې ولایت بلل کیږي او خامخا به د پولیو په ارزښت نه پوهیږي خو خوست کې هم داسې سیمې شته چې کله واکسیناتوران ورځي نو خلک یې په بیلابیلو طریقو د واکسین د تطبیق مخنیوی کوي.“

بلخوا قدیر الله بیا وایی: ”موږ له چارواکو، یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان هیله لرو چې د بیلابیلو پروګرامونو په مرسته د پولیو د مخنیوي هڅې چټکې او د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي. تېر څلویښت کاله جګړو د خلکو ذهنیتونه خراب کړي او د واکسین په ګډون په ډېرو روغتیایي برخو کې پوهاوي ته اړتیا لري.“

روان میلادي کال هم افغانستان د ګوزڼ له پیښو خوندي نه دی او تراوسه یوه مثبته پېښه د پکتیکا په ډیله خوشامند ولسوالۍ کې تثبیت شوې.

ورته مهال، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف هیله مندي ښودلې چې روان کال به د پولیو د مخنیوي په برخه کې زیات پرمختګونه ولري او هڅې کوي چې له افغانستانه ددې معلولونکې ناروغۍ ټغر د تل لپاره ټول کړي.

XS
SM
MD
LG