د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: پلازمینه کابل کې د واکسین ۲۳۷ ثابت ټیمونه پر دندو بوخت دي


د ۲۰۲۲ کال د دستمبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د دستمبر د میاشتې د پولیو کمپاین

روغتیایي مسؤولین وایي چی د پلازمینې کابل په بیلابیلو روغتیایي مرکزونو کې ټولټال ۲۳۷ د واکسین ثابت ټیمونه فعالیت لري، چې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تر څنګ، نور واکسینونه هم تطبیقوی.

د اټکل له مخې، اوس مهال د کابل ولایت د وګړو شمېر شاوخوا اووه میلیونه ته رسیږي، چې د نورو عامه خدمتونو تر څنګ، پراخو روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي اړتیا لیدل کیږي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مشر، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: "موږ د کابل ولایت په روغتیایي مرکزونو کې ۲۳۷ د واکسین ثابت ټیمونه لرو، چې هره ورځ د نویو زیږیدلو ماشومانو په ګډون، سلګونو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي د کابل په روغتیایي مرکزونو کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق بهیر مثبت او ګټور ارزوي، او له کورنیو غواړي چې په روغتیایي مرکزونو او کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "په روغتیایي مرکزونو کې د پولیو د واکسیناتورانو ثابت او منظم فعالیت خورا زیات موثر دی، ځکه دوی هغو ماشومانو ته چې په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې شوي، واکسین تطبیقوي."

د ښاغلي امرخیل په وینا، د واکسین د پوښښ د کچې پراختیا او له بیلابیلو لارو ماشومانو ته د واکسین رسول، په افغانستان کې د پولیو ناورغۍ د پېښو د شمېر د ټیټوالي لوی لامل بلل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ولایت د روغتیایي مرکزونو له لارې هره ورځ ګڼ شمیر ماشومان د پولیو او نورو ناروغیو په وړاندې واکسین ترلاسه کوي، چې د ماشومانو د ساري ناروغیو په کنټرول او مخنیوي کې ګټور ثابت شوي.

XS
SM
MD
LG