د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ وهلو ناروغانو رواني ستونزې او په اړه یې مهمې سپارښتنې


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د رواني روغتیا مختصصین وایي چې د ګوزڼ له امله معلول شوي کسان بیلابیلې رواني ستونزې لري او باید د کورنۍ او ټولنې غړي ورته پاملرنه وکړي.

د رواني متخصصینو په وینا، په ګوزڼ اخته کسان د فزیکي معلولیت او رواني ستونزو له امله زیات ځوریږي او باید د هغوی لاس نیوی وشي.

د رواني ناروغیو متخصص، ډاکټر شرف‌الدین عظیمی، له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: ”د ماشومانو په ګډون ټول هغه کسان چې د پولیو یا نورو عواملو له کبله له معلولیت سره مخ شوي، د معلولیت د فزیکي ستونزو تر څنګ، له بیلابیلو رواني ستونزو هم رنځ وړي. “

د نوموړي په وینا، د دغو رواني ستونزو په کتار کې بدخلقي، له ورځنیو چارو او کړنو خوند نه اخیستل، زیات حساسوالی، عصبانیت یا ژر په غوصه کیدل، د خوب ستونزې، د اشتها او وزن اخیستلو ستونزې، د وخت په تیریدو سره د حافظې ستونزې او آن کله ناکله د ځان وژنې افکار، شامل دي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه: ”که چیرې د معلولیت لرونکو کسانو دا ډول ستونزو ته لازمه رسیدګي ونشي او د سترس او اضطراب کچه یې لوړه شي، د وخت په تیریدو سره به خپل تمرکز او آرامي له لاسه ورکړي او پدې توګه به په ټولنیزو اړیکو کې ګڼ شمېر ستونزې ولري. “

د نوموړي په وینا، په ځینو ټولنو کې معلولیت لرونکي کسان له تبعیض سره مخ دي، چې دا کار په خپل وار سره د دې لامل کیږې چې هغوی د خپل راتلونکي په اړه ناهیلي شي او پر ځان ډاډ او باور له لاسه ورکړي.

ښاغلی عظیمي سپارښتنه کوي چې له دا ډول ستونزو څخه د خلاصون لپاره باید معلولیت لرونکي کسان د ټولنې له نورو غړو سره پراخې اړیکې ولري، د خپل توان تر حده فزیکي فعالیت او سپورټ وکړي، په داوطلبانه کارونو کې ګډون وکړي، خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او هیڅکله خپله ذهني وده له پامه ونه غورځوي.

نوموړی له میندو او پلرونو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی په ټاکلي وخت واکسین کړي، تر څو په راتلونکي کې له دا ډول ستونزو سره مخامخ نشي.

XS
SM
MD
LG