د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه ځوانان: له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان لپاره هر ډول خدمت ته چمتو یو


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین

د فراه یو شمېر ځوانان چې له لوړو زده کړو برخمن دي وایي چې دوی له ګوزڼ ناروغۍ څخه د افغانستان د خلاصون لپاره، هر ډول خدمت ته چمتو دي.

دوی وایي چې له خپل هیواد او هیوادوالو سره د زیاتې خواخوږۍ له وجهې نه غواړي چې له دې وروسته افغان ماشومان د پولیو ویروس ښکار شي.

د فراه ولایت ځوان اوسیدونکي، خان محمد سعدي، امریکا غږ ته وویل: ”زه پدې ډیر اندیښمن یم چې لا هم د ګوزڼ ناروغۍ د افغان ماشومانو ژوند ګواښي، او سل په سلو کې غواړم چې د یادې ناروغۍ په له منځه وړلو کې برخه واخلم او د خپلو خلکو پر وړاندې خپل مسؤولیت او پور ادا کړم.“

د فراه ولایت بل ځوان اوسیدونکی، وحید غفوري، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”ټول خلک باید روغتیایي خدمتونو ته مساویانه لاسرسی ولري او تر څنګ یې باید د (وقایه تر درملنې غوره ده) اصل له پامه ونه غورځوي.“

نوموړی د ټولنې له بیلابیلو قشرونو غواړي چې له ځوانانو سره په ګډه کار وکړي، تر څو د پولیو ساري او ګواښوونکې ناروغي ژر تر ژره له افغانستان څخه محوه شي.

بل پلو، روغتیایي چارواکي هم د پولیو ضد مبارزه کې د ځوانانو رول مثبت ارزوي او له هغوی غواړي چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په رضاکارانه فعالیتونو کې پراخه برخه واخلي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت د پروګرام آمر، ډاکټر نجم الدین بشیري، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د فراه ولایت مستعدو ځوانانو تل له موږ سره د پولیو په اړه د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې همکاري کړې او موږ یې منندوی یو. هیله ده چې په راتلونکي کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.“

روغتیا پالان ټینګار کوي چې د ګوزڼ ناروغي درملنه نلري، خو د وقایه یواځنۍ لاره یې ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق دی.

XS
SM
MD
LG