د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې د پولیو ضد واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمېر مخ په کمیدو دی


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د فراه ولایت روغتیا پالان وایي چې په دې ولایت کې د هغو کورنیو شمېر مخ په کمیدو دی چې پخوا یې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین له ورکولو ډډه کوله.

د روغتیا پالانو په وینا، فراه کې د عامه پوهاوي پروګرامونو پایلې مثبتې دي، او اوس خلک د پولیو ضد واکسین په ارزښت او ګټو پوهیږي او خپل ماشومان واکسینوي.

د فراه ولایت د ډاکټرانو د طبي ټولنې د مشرتابه غړي، ډاکټر محمد عارف زلال، امریکا غږ ته وویل: ”د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پراخیدو له امله اوس د فراه ولایت ګڼ شمېر کورنۍ چمتو دي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.“

د نوموړي په وینا، که چیرې د عامه پوهاوي پروګرامونه په ټول افغانستان کې پراختیا ومومي او ټولو ماشومانو ته واکسین ورسیږي، ‌ډیر ژر به د پولیو ناروغۍ ته په هیواد کې د پای ټکی کېښودل شي.

بل لوري ته، د فراه یو شمېر هغه کورنۍ چې پخوا یې د ناسمو افکارو او ناسمو تبلیغاتو له امله د ګوزڼ ضد واکسین په وړاندې منفي ذهنیت درلود، وایي چې دوی د دیني‌ عالمانو او روغتیایي کارکوونکو د لارښوونو او سپارښتنو په رڼا کې دې ته چمتو شوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ اوسیدونکي، فتح محمد، امریکا غږ ته وویل: ”موږ پخوا داسې فکر کاوه چې د پولیو ضد واکسین ماشومانو ته زیان رسوي، خو اوس د دیني عالمانو او روغتیایي کارکوونکو په لارښوونه د دغه واکسین په ګټو پوهیدلي یو او غواړو چې خپل ماشومان واکسین کړو.“

د فراه ولایت بل اوسیدونکي، ولي محمد، چې په ماشومتوب کې په ګوزڼ اخته شوی، امریکا غږ ته وویل: ”زه په ماشومتوب کې د کورنۍ د بیغوري له امله له واکسین څخه محروم او په ګوزڼ اخته شوی یم، او اوس په لاره نشم تللی، کار نشم کولای او له ستونزو ډک ژوند لرم.“

نوموړی له کورنیو غواړي چې په کمپاینونو کې هرومرو خپل ټول ماشومان واکسین کړي، تر څو د پولیو په ناعلاجه ناروغۍ اخته نشي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د واکسین سره د یو شمېر کورنیو مخالفت د پولیو ضد مبارزه ټکنۍ کړې وه، خو داسې ښکاري چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په مرسته د هرې ورځې په تېریدو سره له واکسین سره د خلکو لیوالتیا زیاتیږي.

XS
SM
MD
LG