د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف به افغانستان کې د پولیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه قوي کړي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې مسؤولین وایي چې په راتلونکي میلادي کال کې به د پولیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه لا زیات قوي کړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق ادارې (یونیسف) د مسؤولینو په وینا، دوی وار له مخه د رسنیو له لارې او ځینو نورو کړنلارو په کارولو سره، سلګونه زره افغانان د پولیو پر وړاندې ګډې مبارزې ته رابللي.

د یادې ادارې د پولیو د له منځه وړلو د برخې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، امریکا غږ ته وویل: ”د یونیسف اداره چی د پولیو په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پلي کولو مسؤولیت پر غاړه لري، په راتلونکي میلادي کال کې پدې برخه کې د نویو پلانونو او کړنلارو د پلي کولو هوډ لري.“

د نوموړي په وینا، دوی غواړي چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پیاوړتیا له لارې ژر تر ژره په افغانستان کې د پولیو پېښې صفر ته ورسوي.

ښاغلي کمال شاه زیاته کړه: ”د عامه پوهاوي د نوې کړنلارې د تطبیق لپاره به د ښځینه او نارینه روغتیایي مبلغینو د رول تر څنګ، له راډیو، تلویزیون او ټولنیزو شبکو ګټه پورته شي او همدارنګه به په لویو لارو کې د روغتیایي پیغامونو پوسترونه ولګول شي.“

بل پلو، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي هم یو ځل بیا په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره خپله ژمنه په ډاګه کوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخېل، امریکا غږ ته وویل: ”سږکال په افغانستان کې یواځې د پولیو دوې مثبتې پیښې ثبت شوي، او د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د اړوندو همکارو بنسټونو او خلکو په مرسته دغه پېښې صفر ته ورسوي.“

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره په داسې وخت کې د پولیو په اړه د عامه پوهاوي د نویو پلانونو او کړنلارو خبره کوي، چې لا هم د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر خلک د یادې ناروغۍ په اړه پوره معلومات نلري او د منفي تبیلغاتو ښکار شوي.

XS
SM
MD
LG