د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د ښځینه واکسیناتورانو د شمېر زیاتوالی


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د خوست ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو په شمېر کې زیاتوالی راوړی.

خوست کې د ښځینه واکسیناتورانو د اړتیا او کمښت په اړه د پوښتنو له راپورته کیدو وروسته، د هغوی په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې په بیلابیلو سیمو کې د واکسین د تطبیق تر څنګ، د عامه پوهاوي په برخه کې هم مرسته کوي.

روغتیایي چارواکي یادونه کوي چې پخوا د خوست ولایت په کچه یواځې شپږ تنه ښځینه واکسیناتورانو دنده ترسره کوله، او اوس یې شمېر ۱۰۰ کسانو ته رسیدلی.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر فضل کریم مندوزي، امریکا غږ ته وویل: ”موږ ۱۰۰ تنه ښځینه واکسیناتورانې لرو، چې ۶۲ تنه یې د پولیو واکسین، ۱۶ تنه یې د کویډ – ۱۹ واکسین او ۶ تنه یې د نورو واکسینونو د تطبیق په برخه کې او ۱۶ تنه یې د عامه پوهاوي په برخه کې دنده ترسره کوي.“

بل لوري ته، یو شمېر خوستوال د پولیو د مخنیوي برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو او کارکوونکو د شمېر د زیاتوالي له اقدام څخه هرکلی کوي، او له روغتیایي چارواکو غواړي چې په ولسوالیو کې دې هم په ورته اقدام لاس پورې کړي.

د خوست ولایت د اسمعیل خېلو د ولسوالۍ اوسیدونکي،کبیر خان، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”لا هم د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د میندو د پوهاوې د کچې د ټیټوالي له امله ګن شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي، چې د ښځینه کارکوونکو د شمېر په زیاتوالي سره به دغه ستونزه له منځه ولاړه شي.“

د خوست ولایت بل اوسیدونکی، شاهد، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”هر څومره چې د ښځینه واکسیناتورانو په شمېر کې زیاتوالی راشي، هغومره د ګوزڼ ناروغۍ په پېښو کې کموالی راځي. زموږ غوښتنه دا ده چې پدې برخه کې دې ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته هم پاملرنه وشي.“

روغتیا پالان وایي چې د ښځینه واکسیناتورانو او رضاکارانو د شمېر زیاتوالی د دې لامل کیږي چې د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي، په ځانګړي ډول میندې، د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د واکسین د ګټو په اړه اړین معلومات ترلاسه کړي، او خپل ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG