د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې کورنۍ دردونکې کیسه چې شپږ غړي یې د واکسین د نه تطبیق له امله په ګوزڼ اخته شوي


خالد، په پولیو اخته ځوان
خالد، په پولیو اخته ځوان

په بغلان ولایت کې یوه کورنۍ چې شپږ غړي یې د واکسین د نه تطبیق له امله په ګوزڼ اخته شوي، له خلکو غواړي چې په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسین کړي.

جاوید او خالد، دوه ورونه دي چې کلونه وړاندې د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د واکسین د نه تطبیق له امله په پولیو ناروغۍ اخته شوي، او د کورنۍ څلور تنو نورو غړو یې د یادې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د جاوید او خالد پلار، صابر شاه، امریکا غږ ته وویل: ”زما ماشومان د جګړو له امله له واکسین څخه پاتې، او په ګوزڼ اخته شول. پخوا یې لاسونو او پښو څه کار کاوه، خو اوس یې ټول بدن کمزوری شوی.

د نوموړي په وینا، د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې زیات خراب دی، ځکه ټوله ورځ د خپلو معلولو اولادونو په سمبالولو بوخت وي، او نشي کولای کار وکړي.

ښاغلي صابر شاه، زیاته کړه: ”د تېرو دوو لسیزو جګړو په اوږدو کې د واکسین په اړه د خلکو ذهنیت خراب شوی، او ګڼ شمېر کورنۍ خپل ماشومان نه واکسینوي. باید هغوی د پولیو ضد واکسین په ګټو وپوهول شي، تر څو خپل ماشومان واکسین کړي.

نوموړی له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته دې پاملرنه وکړي او هغوی دې د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي. همدارنګه، له دولت او خیریه بنسټونو غواړي چې د دوی په شان کورنیو سره دې مرسته وکړي.

د بغلان ولایت یو تن اوسیدونکي، غلام محي‌الدین امریکا غږ ته وویل: ”که چیرې د پولیو ضد کمپاینونه په منظم ډول تطبیق نشي، ښایي یاد ویروس په بغلان ولایت کې خپور شي. موږ له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو روغتیایي ادارو غواړو چې کور په کور کمپاینونو ته دې دوام ورکړي.

کابل کی د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، امریکا غږ ته وویل: ”موږ په ۲۰۲۳میلادي کال کې د شمال حوزې لپاره ځانګړي پلانونه لرو. د لوړ ګواښ لرونکو ولایتونو او ولسوالیو لپاره به د عامه پوهاوي کارکوونکي وګمارل شي، تر څو کورنۍ د ماشومانو واکسینولو ته وهڅوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان په شمال کې پدې وروستیو کې د پولیو کومه نوې مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو پخوانیو پېښو ته په کتو سره، روغتیا پالان او خلک د اړوندو ادارو له لوري د زیاتې پاملرنې غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG