د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست یو شمېر اوسېدونکي د رسنیو له لارې د ګوزڼ پیغامونه موثر بولي


د خوست اوسیدونکی ۶۲ کلن ولي محمد
د خوست اوسیدونکی ۶۲ کلن ولي محمد

خوست کې یو شمېر خلک وایي چې د رسنیو له لارې د ګوزڼ په اړه خپاره شوي پیغامونه اغیزناک دي او دوی ېې هڅولي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د خوست اوسیدونکی ۶۲ کلن ولي محمد چې له کلونو راهیسې د امریکا غږ آشنا راډیو اوري وایي چې د پولیو په اړه له دې راډیو څخه خپرو شویو پیغامونو او راپورونو د ده ذهنیت جوړ کړی او دې ته ېې هڅولی چې په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسین کړي.

ښاغلي ولي محمد امریکا غږ ته وویل: " تقریباً ۱۵ کاله کیږي چی زه امریکا غږ آشنا راډیو اورم او د روغتیایي خپرونو په ګډون ېې ډیری خپرونې تعقیبوم."

د نوموړي په وینا، کله به چې د ګوزڼ له امله د معلولیت په هکله له دې راډیو څخه راپورونه خپاره شول، نو ده به له ځانه سره هوډ وکړ چې په هر کمپاین کې به خامخا خپل ماشومان واکسینوي.

ښاغلی ولې محمد چې اته اولادونه او دوه لمسیانې لري وایي ډیر خوښ دی چې یوه روغه کورنې لري او علت ېې دا ده چې تل ېې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

نوموړي وویل: " کله به چې واکسیناتوران زموږ کلي ته نه راتلل، نو هرومرو به مې خپل کوچنیان د واکسین لپاره د ښار کلینیک ته وړل، ترڅو له ګوزڼ څخه خوندي پاتې شي."

د ښاغلي ولي محمد په وینا، که څه هم اقتصادي وضعیت ېې چندان ښه نه دی او د ورځنۍ مزدورۍ له لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي، خو د خپلو ماشومانو روغتیا ته ېې تل پاملرنه کړی.

نوموړی خپل پیغام خلکو ته داسې وړاندې کوي: " د پولیو ضد واکسین هیڅ ډول زیان نلري او ګټه ېې دا ده چې زموږ ماشومان له تل پاتي معلولیت څخه ژغوري، نو په کار ده چې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسو او خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړو."

د ولي محمد زوی، محمد یاسین چې یوولس کاله عمر لري امریکا غږ ته داسې وویل: " دا چې زه په روغو پښو ښوونځي ته ځم، دا مې د پلار د پاملرنې له برکته ده، ځکه ما ته ېې په ټاکلي وخت د پولیو ضد واکسین تطبیق کړی."

نوموړی له ټولو میندو او پلرونو غواړي چې خپل ماشومان دې د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي او باید په دې برخه کې بې تفاوتي ونکړي.

که څه هم د روغتیایي سکتور په چوکاټ کې د یونیسیف ادارې له لوري د عامه پوهاوي په برخه کې له بیلابیلو لارو کار شوی، خو د رسنیو له لارې د روغتیایي پیغامونو او راپورونو خپریدل د خلکو د ذهنیت په جوړولو او روغتیا ساتنه کې خورا زیات اغیزمن تمام شوي.

XS
SM
MD
LG