د لاس رسي وړ اتصالات

د معلولینو د کرکټ تیم لوبغاړي فرید احمد مومند د ژوند کیسه


د معلولینو د کرکټ د ټیم لوبغاړی فرید احمد مومند
د معلولینو د کرکټ د ټیم لوبغاړی فرید احمد مومند

فرید احمد مومند د ننګرهار د معلولینو د کرکټ د لوبډلې لوبغاړی چې په یو کلنۍ کې ګوزڼ وهلیو هغه وایی د پولیو ناروغۍ د ژوند سترې هیلې ترې اخیستي.

د معلولینو د کرکټ د ټیم اتل فرید احمد مومند په یوه لاس لکړه او په بل لاس بیټ نیسي او داسې ښکلې توپ وهنه کوي چې تل د کرکټ د مینه والو په شونډو موسکا راولي.

نوموړی وایي ژوند ېې له ستړو او ترخو خاطرو ډک دی او که چیرې معلولیت د کرکټ د ستوري کېدو هیلي ورڅخه نه وی اخیستې، نو اوس به د کرکټ په نړیوالو لوبو کې د خپل هېواد په استازیتوب لوبیده.

ښاغلی مومند د خپلې بدبختۍ د پیل کیسه په خپله کوي او وایي چې په یو کلنۍ کې د پولیو ضد واکسین د محرومیت له امله د معلولیت په رنځ اخته شوی او د ژوند سترې هیلې ېې په اوبو لاهو شوي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "زما د معلولیت لامل د پولیو ویروس دی. زه ځکه په دې ناروغۍ اخته شوی یم چې هغه وخت زموږ ټولنې زیات پرمختګ نه وه کړی او چا نه غوښتل خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي."

د ستړي ژوند مبارز فرید احمد مومند، د معلولیت ترخو خاطرو ته په اشارې سره وایي: " زما د ژوند تر ټولو ترخه شیبه هغه وه چې له لوبډلې څخه وویشتل شوم او راته وویل شول چې ته منډه نشې وهلی، توپ نیونه نشې کولی او ډګرساتنه نشې کولی."

همدا راز نوموړی د ځینو هیوادوالو له لوري معلولیت لرونکو اشخاصو ته د ناسمو الفاظو له کارولو او ځورونې هم ګیله من دی او له هیوادوالو غواړي چې دوی ته د ټولنې د نورو غړو په شان درناوی وکړي.

ښاغلي مومند زیاته کړه، که څه هم د معلولیت په رنځ اخته ؤ، خو هیڅکله ېې د کمزورۍ احساس ندی کړی او د کورنۍ او دوستانو د هڅونې په مرسته د حقوق او ډيپلوماسۍ له څانګې څخه د لیسانس په درجه فارغ شوی، او په بېلابېلو ادارو کې ېې رسمي وظیفه ترسره کړې.

نوموړی له نورو معلولینو غواړي چې هيڅکله خپل همت او امید له لاسه ورنکري او همدا راز په کورنیو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین په ورکولو کې ناغیړي ونکړي.

ښاغلی مومند یادونه کوي چې که چیرې ماشومان په ټاکلي وخت واکسین شي، له یوه لوري به هغوی له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي او له بل لوري به افغانستان د پولیو د خطرناکه ویروس له شتون څخه پاک شي.

روغتیا پالان هم په ګوزڼ د اخته کسانو د ژوند کېسې د نورو لپاره د عبرت درس بولي او له میندو او پلرونو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG