د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز ولایت وروستي کمپاین کې ټولو هدف وړ ماشومانو ته واکسین رسیدلی – روغتیایي مسؤولین


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي مسؤولین وایي د کندز ولایت وروستي کمپاین کې ټولو هغو ماشومانو ته چې د عامې روغتیا وزارت او یونیسف ادارې له خوا هدف ټاکل شوي وو، د پولیو ضد واکسین او ویټامین (A) رسیدلي.

دوی یادونه کوي چې کندز کې د پخوا په پرتله د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او ټولې کورنۍ هڅه کوي چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”په ټول افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین په بریالیتوب سره پای ته ورسید، په ځانګړي ډول په کندز ولایت کې د هدف وړ ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین رسیدلی.“

د نوموړي په وینا، کندز کې د پولیو د مثبتو پېښو د شتون تاریخ ته په کتو سره، باید د ټولنې ټول قشرونه همکاري وکړي چې له خپریدو څخه یې مخنیوی وشي.

بل لوري ته، د کندز ولایت ځیني اوسیدونکي هم وایي چې اوس ګڼ شمېر کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي، او له روغتیایي چارواکو غواړي چې د پولیو ضد کمپاینونه دې جاري وساتي، تر څو د یادې ناروغۍ ټغر ټول شي.

د کندز ولایت اوسیدونکې، ګلالۍ، امریکا غږ ته وویل: ”کله چې زموږ کلي کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو، ما سمدلاسه خپل ټول ماشومان واکسین کړل، او نورو ته مې هم سپارښتنه وکړه چې خپل ماشومان واکسین کړي.“

د کندز ولایت اوسیدونکي او د پولیو رضاکار، نجیب، امریکا غږ ته وویل: ”د تېرو کلونو په پرتله د پولیو د واکسین په تړاو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې، او اوس هغه کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي چې پخوا یې د بیلابیلو عواملو له کبله له واکسین څخه ډډه کوله.“

نوموړی له ټولو کورنیو غواړي چې په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

که څه هم د افغانستان په شمال کې پدې وروستیو کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو پخوانیو پېښو ته په کتو سره روغتیا پالان او خلک د زیاتې پاملرنې غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG