د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ۲۴ زره کورنۍ د پولېو واکسین د اخیستلو څخه ډډه کوي


آرشیف
آرشیف

روغتیايي مسوولین وايې چې په کندهار کې د پولېو د پېښو له زېات والي سره سره، زر ګونه کورنۍ د پولېو د واکسین د اخیستلو څخه ډډه کوي.

د افغانستان په جنوب کې د پولېو پرضد د مبارزې عملیاتي مرکز وايي که د دې کورنېو په ذهنېت کې بدلون را نشي، نو کیدای شي د پولېو د پېښو شمېر لا هم زیات شي.

په کندهار ولاېت کې له پولېو واکسین څخه د ډډه کوونکو شمېر ۲۴ زرو ته رسیږي چې زیاتره يې د کلیوالي سیمو اوسېدونکي دي.

کندهار او هلمند په ټول افغانستان کې د ګوزڼ زېاتې پېښې لري چې په دواړو ولاېتونو کې ېې شمېر څورلس، ۱۴ دی.

په جنوبي ولاېتونو کې د پولېو پرضد د مبارزې د مرکز رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته ووېل چې له بېلا بېلو لارو څخه يې هڅې پېل کړې چې دا کورنۍ له طبي او شرعي لارو څخه د واکسین پر اهمیت پوه کړي.

ښاغلي پخلا زیاته کړه: "... څه کم ۲۵ زره هغه کورنۍ دي چې هغوی واکسین ردوي او د واکسین په اړه شک لري. موږ همدا اوس د ښاروالی د ګذر له وکیلانو سره ناسته درلوده چې پدې باب د هغوی مرسته هم تر لاسه کړو".

د هغه په وینا د دي ترڅنګ ارقام ښيي چې ۳۰ زره غېر حاضر ماشومان هم ثبت شوي چي دا نو بېا لوېه ننګونه ده او باېد پرې جدی بحث وشي، ځکه دا د ماشومانو حق دی چې ژر تر ژره ورته واکسین ورسیږي.

په ورته وخت کې د کندهار ښار د ناحېو استازي وايې چې دوی هم له روغتیايي ټيمونو سره په ګډه د ستونزې د حل کوښښونه پېل کړي.

د ډنډ ولسوالۍ د روح ربات د سیمې استازی نور احمد وايې چې د واکسین په ارزښت د تېر په پرتله زېاتې کورنۍ اوس پوهیږي خو ځينی سخت دریځې کورنۍ د نا سمو معلوماتو پر بنسټ لاهم له حقیقت څخه ډډه کوي.

نوموړي پدې باب وويل: "... موږ خپله د واکسین په پروګرامونو کې عملي کار کړی. موږ پدې پوهیږو چې واکسین د ماشومانو روغتیا ته څومره اهمیت لري، کومې کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي، هغوی ته بېا موږ ملا امام ورلیږو".

د کندهار ښار اوسیدونکي د ګوزڼ د پېښو له زېات والي څخه اندېښمن دي او وايې چې ېادې ناروغۍ له پنځو کالو د ټيټ عمر لرونکو ټولو ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې.

نوراحمد، د کندهار ښار اوسیدونکی پدې اړه داسی غوښتنه لري: "... په کندهار کې نوی پېښې په هغو کورنېو کې رامنځ ته شوي چي خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي. دا ډيره مهمه ده چې هره کورنۍ خپل ماشومان واکسین کړي او معافیت يې ور لوړ کړي".

دوامداره نا امنۍ، د کرونا وبا له کبله د څه مودې لپاره د کمپاینونو درېدل او د کورنېو مخالفت پدې برخه کې اساسي ستونزی بلل کیږي.

جنوبي ولاېتونه د ګوزڼ تر ټولو زېاتې پېښې لري چي ټول شمېر ېې ۳۶ ته رسیږي.

دغه راز په ټول هیواد کې د روان میلادې کال له پېل راهیسې د پولېو د پېښو شمېر ۴۵ ته رسیدلی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG