د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې کابو ۷۰ سلنه نوي زیږیدلي ماشومان د ګوزن له ګواښ سره مخ دي


د فراه ولایت په ولسوالیو کې د پولیو واکسین تطبیق پر وړاندې امنیتي ننګونو د پنځو کلونو عمر ښکته ماشومان د فلج ناروغۍ له ستر ګواښ سره مخ کړي دي.

د فراه د عامې روغتیا مسوولین وايي، په یو شمېر ولسوالیو کې یو ځل بیا د پولیو واکسین تطبیق پر وړاندې ستونزې زیاتې شوي دي، چې له امله یې زیات شمېر کوچني ماشومان د پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي.

د فراه د عامې روغتیا مشر عبدالجبار شایق د ټولو کورنیو څخه غواړي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیايې مرکزونو ته بوځي.

ښاغلي شایق وویل:"... له کومه وخته چې کور پر کور د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو مخه نیول شوې، زیات شمېر نوي زیږېدلي ماشومان د واکسین څخه بې برخې پاتيږي، او کله چې یو ماشوم د پولیو واکسین څخه بې برخې پاتې شو نو په فلج ناروغۍ اخته کیږي".

بل خوا په فراه کې دیني عالمان د پولیو واکسین پر وړاندې مخالفت د اسلام له نظره ستره ګناه بولي، او زیاتوي چې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پر وړاندې مخالفت او بې پروايي ستر جهالت دی.

مولوي امیرجان آغاه وايي: "... واکسین باید په عمومې ډول د افغانستان او نړۍ په کچه تطبیق شوی وای، ځکه چې ټول ورته اړتیا لري، او مسلمانان هم ورته ضرورت لري. زه په زغرده ویلې شم چې د پولیو واکسین سره مخالفت د جهالت کار دی".

هغه زیاته کړه، دا چې پښتانه د پولیو د تطبیق سره مخالفت کوي، دا د دې ښکارندوی دی چې په کلیو کې دوی تر اوسه هم سم نه پوهیږي چې واکسین څه شی دی.

د فراه اوسېدونکی علي احمد صدیقي وايي، ښکاره خبره ده، هغه ماشومانو ته چې د پولیو واکسین ورنکړل شي، نو د تل پاتي ګوزڼ ناروغۍ له خطر سره مخ کېږي.

نوموړی د کورنیو له مشرانو څخه غواړي چې د واکسین کوونکو سره په همکارۍ خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي.

هغه وویل: "... کوم ځای چې واکسین نه تطبقیږي، هلته د پولیو مثبتې پېښې رامنځته کیږي، نو که چېرې مشران د پولیو واکسین تطبیق ته زمینه برابره کړي، نو موږ کولای شو په افغانستان او په خاص ډول فراه کې فلج ناروغۍ له منځه یو سو".

د ماشومانو ګوزڼ یا فلج ناروغۍ درملنه نلري، خو د طبي ډاکټرانو د څېړنو له مخې د پولیو واکسین د فلج ناروغۍ مخه نېولای شي، او ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ څخه د تل لپاره خوندي ساتي.

XS
SM
MD
LG