د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې کورنۍ د پنځو تنو ګوزن وهلو غړو له ستونزو او کړاونو ډک ژوند


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

په ننګرهار ولایت کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې نارینه او ښځینه پکې شامل دي، په پولیو ناروغۍ اخته شوي، او د دوی په ګډون ټوله کورنۍ یې له ستونزمن او کړکیچن ژوند څخه سر ټکوي.

د عزت الله د کورنۍ پنځه غړي د وخت په تیریدو سره په جلا جلا ډول په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي او د معلولیت له امله نشي کولای د ژوند له خوږو شیبو خوند واخلي.

دوی په ګډه له روغتیایي چارواکو غواړي چې د ګوزڼ ضد مبارزه دې د یادې ناروغۍ تر پوره له منځه وړلو پورې جاري وساتي او د واکسیناتورانو د شمېر زیاتوالي ته دې پاملرنه وکړي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکي او د یادې کورنۍ غړي، عزت الله، امریکا غږ ته وویل: ”زموږ د کورنۍ پنځه غړي په ګوزڼ اخته شوي، چې درې تنه یې نارینه او دوه تنه یې ښځینه دي، او د معلولیت له امله نشي کولای د روغو کسانو په څېر ژوند وکړي او د کورنی د نورو غړو د اوږو بار دي.“

نوموړی له روغتیایي چارواکو او نړیوالې ټولنې غواړي چې د واکسیناتورانو د شمېر د زیاتوالي تر څنګ دې د عامه پوهاوي د مقطع یي پروګروامونو پر ځای د پخوا په شان دایمي پروګرامونه ترسره کړي، تر څو ټول خلک د واکسین په ګټو وپوهیږي او پدې توګه هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو د عملیاتي مرکز رئيس، نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د ثبت او سرویلانس لپاره یو منظم ملي سیستم او پروګرام لرو. پخوا به په ټول افغانستان کې درې نیم تر څلور میلیونه ماشومان له واکسین څخه پاتې کېدل، خو اوس دغه شمېر ۶۰۰۰۰۰ ته راټیټ شوی.“

د نوموړي په وینا، لا هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د نه لاسرسي له امله ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي، خو دوی هڅه کوي او د ټولنې له ټولو قشرونو غواړي چې د پولیو په له منځه وړلو کې خپله همکاري ونه سپموي، تر څو په هر حالت کې هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

روغتیا پالان وایي چې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشوماتو ته دوه څاڅکي د پولیو ضد واکسین تطبیق کولای شي هغوی له تل پاتې معلولیت او آن مړینې وژغوري.

XS
SM
MD
LG