د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: پولیو ناروغي د ماشومانو د تل پاتې معلولیت تر څنګ د کورنیو اقتصاد هم زیانمنوي


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د فراه ولایت روغتیا پالان وایي چې پولیو ناروغي نه یوازې د ماشومانو د تل پاتې معلولیت لامل کیږي، بلکه د کورنیو اقتصاد ته هم سخت زیان رسوي.

فراه کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصصین وایي، هغه کورنۍ چې ګوزڼ وهلي ماشومان لري، له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د فراه ولایت روغتیایي کارکوونکي، ډاکټر توریالي واحدي، امریکا غږ ته وویل: ”له بده مرغه د ګوزڼ وهلو او معلولیت لرونکو ماشومانو کورنۍ له سختو اقتصادي او روحي ستونزو سر ټکوي او په آسانۍ سره نشي کولای د خپلو ماشومانو روغتیایي او ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.“

په ورته مهال د فراه ولایت د ټولنیزو او اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو د روغتیا ساتنې مسؤولیت په سمه توګه ادا کړي، تر څو د روغې کورنۍ تر څنګ، سوکاله اقتصادي او ټولنیز راتلونکي ولري.

د فراه د پوهنتون استاد، ډاکټر طاهر تنزي، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”هغه میندې او پلرونه چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت نه واکسینوي، ماشومان یې خامخا له معلولیت سره مخامخ کیږي او د تل لپاره به د دوی د اوږو بار وي.“

د نوموړي په وینا، کورنۍ باید د خپلو ماشومانو د واکسین مهال ویش ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه واکسین کولای شي د هغوی روغتیا او سوکاله راتلونکی تضمین کړي.

د فراه ولایت د روغتیایي علومو محصلین بیا د پولیو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو په پراختیا ټینګار کوي او د روغتیایي کارکوونکو تر څنګ له قومي مشرانو، مخورو او اغیزمنو کورنیو غواړي چې د یادې ناروغۍ په اړه نورو کورنیو ته اړین معلومات ورکړي.

د فراه ولایت د روغتیایي علومو محصل، عبدالمالک، خپل نظر داسي شریکوي: ”قومي مشران، مخور او اغیزمنې کورنۍ باید میندې او پلرونه وهڅوي چې په کمپاینونو او کلینیکونو کې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خلاصون ومومي.“

روغتیا پالان په ټینګار سره وایي چې پولیو ناروغي درملنه نلري، خو دوه څاڅکي د پولیو ضد واکسین کولای شي ماشومان له تل پاتې معلولیت او مړینې وژغوري.

XS
SM
MD
LG