د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمېر مخ په کمیدو دی

انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د خوست روغتیایي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د هغو کورنیو شمېر مخ په کمیدو دی چې پخوا یې خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه کوله.

د روغتیایي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال په خوست ولایت کې شاوخوا ۶۰۰۰ کورنۍ شته چې د بیلابیلو لاملونو له امله خپل ماشومان نه واکسینوي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر فضل‌کریم مندوزي امریکا غږ ته وویل: ”د روان میلادي کال په جون میاشت کې له واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمېر ۱۲۰۰۰ ؤ، خو له نیکه مرغه د سپټمبر په میاشت کې دغه شمېر ۶۰۰۰ ته راټیټ شوی او لاهم مخ په تیټیدو دی.

ښاغلي مندوزي زیاته کړه: ”د پخوا په پرتله د خوست ولایت د کمپاینونو په پوښښ کې هم مثبت بدلون راغلی. د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې ۳۳۶۷۳۸ ماشومان او په سپټمبر میاشت کې ۳۴۳۵۴۰ ماشومان واکسین شوي، حال دا چې تېر کال همدا وخت د واکسین شویو ماشومانو شمېر یواځې ۲۶۲۵۱۶ ماشومانو ته رسیده.

بل لوري ته د خوست ځیني اوسیدونکي وایي چې پخوا یو شمېر کورنیو د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د معلوماتو د نه لرلو له امله خپل ماشومان نه واکسینول، خو اوس ټولې کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي.

د خوست ښار اوسیدونکي، عابد شناس امریکا غږ ته وویل: ”خوست کې زموږ د کورنۍ په ګډون، ګڼ شمېر داسې کورنۍ وې چې پخوا یې له واکسین سره مخالفت کاوه، خو اوس مو چې د روغتیا پالانو، نورو کورنیو او دوستانو په مرسته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه معلومات ترلاسه کړي، غواړو چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړو.

د روغتیا پالانو په وینا، لا هم د افغانستان په کلیو او لیرو پرتو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین په اړه ناسم روایتونه شته، چې په یو شمېر کورنیو یې اغیز کړی او نه غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG