د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیايي مسؤولین: د ګوزڼ ضد کمپاینونو لپاره چمتوالی پیل شوی


روان میلادي‌ کال له پیل راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د پوليو د یوې پیښې د ثبت راپور ورکړل شوی دی

له څو میاشتني ځنډ‌ وروسته په افغانستان کې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد کمپاینونه بیا له سره پيلیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چمتو دی چې په ټول افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ‌ پرضد کمپاین پيل کړي.‌

تېره اونۍ افغانستان ته د سفر پر مهال د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي‌ رئیس ويلي‌ وو چې د نورو روغتیايي برخو تر څنګ به د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې ځانګړې هڅې پیلوي.

په جنوبي ولایتونو کې روغتیايي مسؤولین هم وايي چې دوی به له خپلو کاري شریکانو سره په ګډه د پولیو پرضد خپلې هڅې تر پخوا لا زیاتې‌ کړي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسؤول ډاکتر موسی جان سلطاني پدې هکله امریکا غږ ته وويل: " تېره اونۍ کابل ته د نړیوال روغتیايي سازمان عمومي‌ مسؤل راغلی وو نوموړي پدې باب د خاصې همکاری ژمنه وکړه او پدې برخه کې يې د لا ډېرو مرستو پر کولو ټینګار وکړ."

نوموړي زیاته کړه چې موږ دلته کندهار کې هم پر خپلو ستونزو بحث وکړ چي‌ څنګه کولې شو کمپاینونه بریالي تر سره شي. دا ځل هڅه روانه ده چې کور په کور واکسین عملي‌ شي تر څو دا ناروغي به بشپړه توګه له منځه لاړه شي.

په کندهار کې د پولیو واکسین یو تن رضا کار احمدالله د روغتیا د نړېوال سازمان د دې نوي‌ چمتو والي‌ هرکلی کوي او هیله مند دی چې ګوزڼ ضد واکسین به د هدف وړ ټولو ماشومانو ته ورسیږي.

هغه وویل: " د روغتیا د نړېوال سازمان د دې اقدام هرکلی کوو چې وايي په افغانستان کې به ټولو ماشومانو ته واکسین ورسوي، په تېر کې رښتیا هم د ډيرو لرې پرتو سیمو زرګونه ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل. "

د راپورونو له مخې په افغانستان کې له سیاسي بدلون څخه وړاندې د پولیو واکسین د نه تطبیق له امله په جنوبي ولایتونو کې تر یو میلیون زیات ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین څخه پاتې وو.

په کندهار کې یو شمېر خلک خوشبینه دي چې له دې وروسته به پولیو ضد واکسین کمپاین په ښه ډول تطبیق شي.

د کندهار ښار اوسیدونکی ثناالله له خلکو غواړي چې خپلو ماشومانو ته پولیو ضد واکسین ورکړي. ‌هغه وويل: " مخکي به په ځينو سیمو کې جګړې وی چې‌ له کبله به يې د واکسین کمپاینونه نه عملي کیدل، اوس ډير ښه شرایط رامنځ ته شوي او کورنی باید له دې څخه ګټه واخلي‌ او خپل ماشومان واکسین کړي تر څو نور زموږ په هیواد کې د پوليو ناروغي له منځه ولاړه شي. "

تېر۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د پوليو ۵۶ پیښې ثبت شوې وې، چېیو علت یې هم له واکسین څخه د ماشومانو پاتې کیدل وو.‌ خو د روان میلادي‌ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د پوليو د یوې پیښې د ثبت راپور ورکړل شوی دی.

روغتیايي مسؤولین وايي، د ماشومانو د ګوزڼ‌ ناروغۍ درملنه نلري او د مخنیوي یوازنې لار یې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین دوه څاڅکي ورکول دي.

دوی له کورنیو څخه غواړي چې د خپلو ماشومانو په وقایه کې له رامنځ‌ ته شوي‌ فرصت څخه ګټه واخلي.‌

XS
SM
MD
LG