د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست اوسیدونکي او روغتیایي چارواکي د پولیو ضد کمپاین بریالی ارزوي


په خوست ولایت کې د پولیو د واکسین د کمپاین یوه څنډه
په خوست ولایت کې د پولیو د واکسین د کمپاین یوه څنډه

د خوست اوسیدونکي د ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې کمپاین بریالی ارزوي او اصلي لاملونه یې ډاډمن امنیت او له رضاکارانو سره د طالب چارواکو او ولسونو پراخه همکاري بولي.

د یاد ولایت روغتیایي چارواکي د خلکو د همکارۍ د زیاتوالی یادونه کوي او وایي که چیرې د پولیو ضد کمپاینونه همدا شان دوام ومومي، ډیر ژر به له هیواد څخه د ګوزڼ ناروغۍ لمن ټوله شي.

ډاکټر ګل محمدالدین، د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال په دې هکله امریکا غږ ته وویل: " د خلکو او حکومتي چارواکو پراخه همکاري او امنیتي ټیکاو د دې لامل شوی چې د خوست په ټولو ولسوالیو کې د واکسین تطبیق لپاره زمینه برابره شي."

ښاغلي ګل محمدالدین زیاته کړه پخوا له یوه لوري خلکو د واکسین تطبیق ته چندان لیوالتیا نه ښودله، له بله پلوه د واکسیناسیون ټیمونو زړه نشو ښه کولی چې د ځینو امنیتي ګواښونو له ویرې لرې پرتو سیمو ته ولاړ شي.

د نوموړي په وینا حکومتي چارواکو ورته سپارښتنه کړې چې له روغتیایي ټیمونو سره هراړخیزه همکاري وکړي او ټینګار یي کړی چي هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه پاتې نشي.

همداراز نوموړي وویل اوس چې د ټول هیواد په کچه په یوه غږ او د یوه چتر لاندې د واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوی، موږ ژمنه کوو چې خپلې هڅې ګړندۍ کړو او ټولو ماشومانو ته واکسین ورسوو.

خان الدین انیس، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي د موضوع په تړاو امریکا غږ ته وویل: "دا ځل د پولیو ضد کمپاین ځکه د تیرو دورو په پرتله اغیزمن او بریالی ؤ چې رضاکارانو هغو سیمو ته هم ځانونه ورسول چې پخوا د امنیتي ګواښونو له کبله ورته ورتګ ناشونی ؤ."

د نوموړي په وینا که چیرې په هیواد کې امنیت ډاډمن شي او کمپاینونه په همدې ډول دوام ومومي، لرې به نه وي چې د ګوزڼ معلولوونکې ناروغۍ به د افغانستان په کلیو او بانډو کې په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.

د یادونې وړ ده چې د پولیو ضد عمومي کمپاین په ټول افغانستان کې د نومبر په اتمه (لړم ۱۷) نیټه پیل شوی او په ترڅ کې به یې نږدې لس میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین او ویټامین A ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG