د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د افغانستان د ستونزې حل نسبتاً پېچلی دی


پمپیو او پوتین د افغانستان په اړه غږېدلي
پمپیو او پوتین د افغانستان په اړه غږېدلي

د امریکا د بهرینو چارو وزیر روسیې ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له ولسمشر ویلادي میر پوتین سره د نورو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.

په دغه لیدنه کې د روسیې ولسمشر د افغانستان د ستونزې حل «نسبتاً پېچلی» بللې او زیاته کړې ده چې د سولې خبرو په جریان کې د طالبانو دریځ د قوي کېدو په حال کې دی.

کرملین په یو بیان کې ویلي چې د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ د واک توازن یوه مهمه اړتیا بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دغه کتنه کې ویلي "زموږ ځینې همکارۍ ډېرې ښې وې، په ځانګړي ډول د شمالي کوریا او افغانستان په اړه، موږ له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ښه کارونه کړي دي."

کرملین همدارنګه د «غوايي پر ۲۵مه»په خپاره شوي بیان کې د روسیې د ولسمشر د یوري اوشاکوف له قوله ویلي "زموږ ولسمشر یادونه وکړه چې په افغانستان کې د جګړې سوله ییز حل یو څه پېچلی دی، ځکه دغه بهیر خپله ستوزمن دی، همدارنګه په دغه هېواد کې د طالبانو دریځ هم د قوي کېدو په حال کې دی، نو په دې خاطر موږ اړتیا لرو چې د همکارۍ لپاره ګډ ګامونه پورته کړو چې په دغه سیمه کې یو متوازن واک ته ورسېږو".

دا په داسې حال کې چې مسکو په اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د امریکا، روسیې او چین د درې اړخیزې غونډې کوربه و، په دغه غونډه کې له وسله والو طالبانو څخه غوښتل شول چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

د یادونې وړ ده چې مسکو تر دې مخکې هم د افغان سیاسینو او طالب استازو ترمنځ د یوې غونډې کوربتوب کړی دی.

XS
SM
MD
LG