د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ مسیحیانو ته: د افغانستان لپاره روژه ونیسئ او دوعاوې وکړئ 


پاپ فرانسیس
پاپ فرانسیس

د کاتولیک مسحیانو مشر پاپ فرانسیس نن یکشنبه اګست ۲۹ (وږي۷) د نړۍ په کاتولیک مسحیانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د «سولې او ګډ ژوند لپاره» دعاوې وکړي.

پاپ فرانسیس د «اس ټي پیټر څلور لارې» کې په خپلې اونیزې مذهبي غونډه کې وویل چې په افغانستان کې روان حالت څاري او په اړه یې «ډېر اندېښمن» دی.

هغه وویل: «دا وضعیت موږ (مسیحیان) ژمن کوي. او له همدې کبله زه له ټولو غواړم چې زیات عبادت وکړي او روژه ونیسي، عبادت او روژه، عبادت او توبه. همدا یې وخت دی.»

نوموړي همدغه راز وویل چې د کابل د هوايي ډګر مخې ته د داعش په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره په دغه درد کې شریک دی.

رویټرز خبري اژانس وايي‌ چې پاپ فرانسیس له افغانستان څخه د خلکو وتلو ته په اشارې وویل چې «له هغوی خلکو سره هم نژدې دی چې مرسته او مصونیت» غواړي.

هغه په خپلو خبرو کې په پیوستون ټېنګار وکړ او وویل: « له ټولو غواړم له اړمنو سره مرستې او دوعاوې وکړي، خبرې او پیوستون سوله ایز دایمي ګډ ژوند راوستلای شي.‌»

د کاتولیک مسیحیانو مشر داسې مهال په افغانستان کې د سولې، پیوستون او ګډ ژوند لپاره د دوعا هیله کړې ده چې څه باندې ۱۰۰زره کسان په تېرو څو اونیو کې له کابل څخه اېستل شوي دي.

طالبانو د اګست په ۱۵ نېټه د کابل ښار ونیوه او هغه کسانو چې د بهرنیو ځواکونو، نړیوالو ادارو او حکومت سره کار کړی و، هڅه کوي له افغانستان څخه ووځي ځکه چې دوی فکر کوي ژوند یې په خطر کې دی.

طالبان وايي دوی چا ته څه نه وايي‌ او له خلکو یې غوښتي چې وطن پرېنږدي.

د افغانانانو د تخلیې په بهیر باندې د پنجشنبې په ورځ ځانمرګی برید وشو چې څه باندې ۱۰۰ افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر په کې ووژل شول. د داعش-خراسان ډلې د دغه برید مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG