د لاس رسي وړ اتصالات

د ارجنټاین یو مشهور ساحل د کرونا د قربانیانو یاد ځای شو 


اوسېدونکي وايي دا کار یې ځکه کړی چې خلک پوه شي کرونا ډېر انسانان مړه کړي
اوسېدونکي وايي دا کار یې ځکه کړی چې خلک پوه شي کرونا ډېر انسانان مړه کړي

په ارجنټاین کې د سیاحت او تفریح یوه مشهوره سیمه او د سمندر غاړه د هغو کسانو په یاد ځای بدله شوې چې د کروناویروس له کبله مړه شوي دي.

د ارجنټاین د «مار دل پلاټا» یو شمېر اوسېدونکو د « بریسټول بیچ» په غاړه کې په شګو کې د کرونا ویروس د قربانیانو په نوم او یاد د ارجنټاین ۵۰۴ واړه بیرغونه ښخ کړي او درولي دي.

اوسېدونکي وايي‌ چې دا کار یې ځکه دلته وکړ چې ساحل ته د راتګ د موسم په پېلېدو سره سیلانیان راځي او هغوی متوجه شي چې کروناویروس ډېر انسانان مړه کړي او ډېر نور پرې اخته دي.

د «مار دل پلاټا» یوې اوسېدونکې وویل چې هغه له ټولو هغو کسانو او کورنیو سره خواخوږي لري چې د کرونا ویروس له کبله زیانمن شوي دي.

ارجنټاین د لاتینې امریکا په هغو هېوادونو کې راځي چې د کروناویروس له کبله په کې ډېر کسان مړه شوي دي.

په ارجنټاین کې د کروناویروس له کبله تر دې دمه څه باندې ۲۲۷۰۰ کسان مړه شوي او ۸۴۰زره نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو چې له کبله یې دا مهال یې په نړۍ کې څه باندې ۱.۶ میلیون کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۶.۶ نور په دغه ویروس اخته دي.

XS
SM
MD
LG