د لاس رسي وړ اتصالات

غني: حکومت د اوبو د مدیریت په اړه جدي اراده لري


په فراه کې د بخش اباد اوبو بند چې د جوړلو چارې د نا امنیو له امله په ټپه درېدلي ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په نژدې راتلونکې کې به یې د جوړولو کار عملاً پیل شي.

ښاغلي غني‌ نن شنبه د «کب پر ۱۸مه» فراه ولایته د سفر پر مهال د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي چې د افغانستان حکومت د اوبو د مدیریت په برخه کې جدي‌ اراده لري.

هغه ویلي:"د دغه بند جوړولو د طرحې او ډیزاین کارونه پای ته رسېدلي او د تونلونو قرارداد به یې تر راتلونکو دوو اونیو د تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شي، او کار به یې عملاً پيل شي."

نوموړي ویلي چې حکومت د اوبو د مدیریت ترڅنګ د فراه د امنیت د ټینګښت په برخه کې هم جدي اراده لري او زیاته کړې ده چې په دغه ولایت کې له موجودو ځواکونو څخه د امنیت د ټینګېدو لپاره د کار اخیستې لپاره څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن شنبه هم فراه ولایته د ولسمشر غني د رسېدو سره سم د دغه ولایت پر هوايي ډګر دوه راکټونه لګېدلي خو ویل کېږي چې چاته یې زیان نه دی اړولی.

تر دې مخکې د فراه والي محمد شعیب ثابت امریکا غږ ته ویلي و هر کله چې په دغه ولایت کې د بخش اباد اوبو بند جوړولو خبرې راپورته کېږي ورسره سم په دغه ولایت کې نا امنۍ زور اخلي.

ښاغلي ثابت د روان کال په لړم میاشت کې امریکا غږ ته ویلي و چې د دغه ولایت په نا امنیو کې د سیمې هېوادونه لاس لري.

نوموړي وویل چې یاد هېوادونه په دغه ولایت کې د خپلو ګټو په هدف له وسله والو طالبانو سره د پوځي تجهیزاتو مرسته کوي.

له فراه ولایت څخه د امریکا غږ خبریال وايي چې د فراه د ولایتي شورا غړو له ولسمشر غني سره لیدنه کې له نوموړي څخه غوښتي چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

ولسمشر غني فراه ته د سفر پرمهال د دغه ولایت د خلکو له استازو سره لیدنه کې همدارنګه ویلي چې د دغه ولایت د کرنې سکټو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او له کرنې وزارت څخه یې غوښتي چې د فراه د زراعت ګلخانه چې وروستیو اورښتونو تخریب کړې ده له سره ورغوي.

فراه د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې له ایران سره پر پوله پروت ولایت دی چې زیاتې سیمې د وسله والو طالبانو تر ګواښ لاندې دي.

وسله والو طالبانو د روان لمریز کال په غويي میاشت کې پر فراه ښار پراخ بریدونه وکړل چې د ښار ځینو سیمو ته هم ننوتل چې بېرته د افغان ځواکونو لخوا و ایستل شول.

تر هغه وروسته د افغان حکومت د هغه مهال د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي‌ فراه ته دسفر په وخت کې ویلي و چې د فراه جګړه د اوبو د مدیریت جګړه ده.

XS
SM
MD
LG