د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې په مذاکراتو کې بشري حقونو ته هېڅ پام نه دی شوی


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي چې بشري حقونه باید د سولې په مذاکراتو کې د یو مهم بحث په توګه شامل شي.

ښاغلي غني دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) د سره صلیب کمېټې له نوي مشر ایلوا فیلیون سره په لیدنه کې کړې دي.

د ارګ په یو بیان کې د جمهور رئیس غني له قوله راغلي: "په دوحه کې د سولې په خبرو کې د بشري حقونو بحث ته هېڅ پام نه دی شوی او باید دغه موضوع د دې بحث مهمه برخه وګرځي".

ښاغلي غني ویلي چې د افغانستان دولت د سولې خبرې مني، خو د طالبانو لوری خبرو ته نه حاضرېږي.

د افغانستان جمهور رئیس وړاندې هم ټینګار کړی و چې د سولې په مذاکراتو کې د اساسي قانون هغه مادې چې د خلکو د اساسي حقونو په اړه دي د تعدیل وړ نه دي.

د امریکا د کانګرس غړې لویس فرانکل له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې په دغه هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو له لاسه ورکول یو ریښتینی ګواښ بللی دی.

اغلې فرانګل ټینګار کړی چې امریکا او متحدین یې باید په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه ډاډ ترلاسه کړي او په دې برخه کې له ډپلوماټیکو او مالي لارو څخه اقدامات ترسره کړي.

د افغانستان جمهور رئيس د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې په دې برخه کې وضاحت او د اړیکو نوی فصل رامنځته شوی او افغانستان د امریکا ملاتړ له ځان سره لري.

خو ښاغلي غني ټینګار کړی چې افغانستان له نړیوالو مرستو څخه د خلاصون لپاره باید په ځان بسیا شي.

XS
SM
MD
LG