د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د ایران د ولسمشر رئیسي سره وکتل


ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ اګست ۵ (زمري ۱۴) د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په تهران کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل.

ښاغلي غني چې د ولسمشر رئیسي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی وویل: "ایران د سیمې په امنیت او ثبات کې لوړ مقام لري او په افغانستان کې د دوامداره امنیت د ټینګیدو په لار کې د ګډو اقداماتو او همکارۍ لپاره د ایران له ظرفیتونو څخه د استفادې غوښتنه کوو. "

ولسمشر غني په مختلفو برخو کې د ایران مرستو مننه وکړه او په ګډو اقتصادي همکاریو او د هغې په پراختیا باندې یې ټینګار وکړ.

د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي رئیسي د ښاغلي غني سره په کتنه کې پدې باندې په ټینګار سره چې د سیمې امنیت باید د سیمې د هیوادونو په واسطه تامین شي، وویل: "د ایران اسلامي جمهوریت تیار دی چې په افغانستان کې د دوامداره سولې او د وینې تویدلو د مخنیوي لپاره د خپلو ظرفیتونو څخه کار واخلي. "

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې په دې لیدنه کې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د "لا زیاتې پراختیا او همکاریو" په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي رئیسي د افغانستان د اسلامي جمهوریت څخه د ملاتړ په دوام او د سولې لپاره په سیمه ییزې اجماع باندې ټینګار وکړ او وویل: "د مشروع نظام او د افغانستان د خلکو د حقونو او د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوو. ګاونډیان په ځانګړې توګه افغانستام د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري. "

ولسمشر غني د تهران-کابل د اړیکو د نوي فصل د پیل کیدو هیله وکړه او وویل: "افغانستان لیواله دی چې د ایران سره په ټولو برخو کې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. "

ولسمشر محمد اشرف غني، د عراق ولسمشر برهم صالح، د روسیې د پارلمان رئیس ویاچسلاو والودین، د الجزایر صدراعظم ایمن بن عبدالرحمن، د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان او د حماس د سیاسي دفتر رئیس اسماعیل هنیه هغه لوړپوړي چارواکي دي چې د ولسمشر رئیسي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللي دي.

ښاغلی رئیسي له دې وړاندې د ایران د قضایه ادارې مشر و او د بشري حقونو د دفاع یو شمېر نړیوالو بنسټونو ورباندې په دغې اداره کې د نوموړي د مشرۍ په مهال د بشر ضد جنایتونو تورونه پورې کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ایران د ولسمشر د لوړې د مراسمو څخه یوه ورځ مخکې په ټویټز ولیکل چې «د بشریت ضد جنایتونو» پدغو مراسمو سیوری اچولی دی.

اصلاح غوښتونکي او د بشري حقونو فعالین وایي چې ښاغلی رئیس یو سخت دریځه قاضي او د څلور قاضیانو له ډلې څخه دی چې په ۱۹۸۰ کال کې یې په سلګونو سیاسي فعالین په مجازاتو محکوم کړي او په همدې دلیل متحده ایالاتو هغه باندې بندیزون لګولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د سیاسي فعالینو په اعدامونو کې د مشارکت په وجه د ابراهیم رئیسي د قضایي تعقیب غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG