د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کډوالو غرقېدل؛ کابل او تهران تراوسه توافق ته نه دي رسېدلي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران په پوله کې د افغان کډوالو د غرقېدو په اړه تراوسه له ایراني لوري سره توافق ته نه دي رسیدلي.

له ایران سره په پوله په سیند کې د افغان کډوالو غرقېدل چې ایراني ځواکونه په کې تورن بلل شوي او د دغه هېواد په یزد ښار کې د ایراني پولیسو له خوا په افغان کډوالو د ډزو پېښې هغه موارد دي چې د کابل او تهران پر اړیکو یې اغیزه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۶مه (چنګاښ ۲۶) خبریالانو ته وویل: "په لومړۍ مسلې لاهم له هغوی سره په خبرو بوخت یو، مذاکره کوو او توافق ته نه یو رسیدلي. موږ شواهد او مدارک لرو چې دا پېښه شوې ده".

د افغان لوري څیړنې ښيي د هغو افغان کډوالو شمېر ۴۶ تنه دی چې د روان لمریز کال په ثور میاشت کې له ایران سره په پوله سیند ته غورځول شوي وو. د افغان حکومت د معلوماتو په اساس له دې شمېرې ۱۲ تنه مړه شوي، ۱۷ یې ژغورل شوي او ۱۷ نور ورک شوي دي.

ښاغلي اتمر وویل چې ایراني لوري د افغانستان اسناد او شواهد څیړلي او هیله یې ښودلې چې دواړه خواوې په دې برخه کې توافق ته ورسېږي.

کابل ته د عراقچي سفر

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست محمدحنیف اتمر سره یې لیدنه کړې.

د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې ایران ته د ښاغلي اتمر د سفر پر مهال دواړو هېوادونو توافق وکړ چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیکولو لپاره خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې چې د ستراتيژیکو همکاریو دغه سند د درېیو میاشتو په موده کې نهايي او د دواړو هېوادونو د جمهوررئيسانو له خوا لاسلیک شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې کابل ته د ښاغلي عراقچي د سفر پر مهال له دواړه خواوې په ایران کې د افغان کارګرانو د استخدام د هوکړه لیک پر نهايي کولو او اوسنیو شرایطو اوو اړتیاو ته په پاملرنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي کمیسارانو د تړون پر نوي کولو بحث وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې په دې لیدنه کې به په ایران کې د افغان کډوالو د حضور قانوني کېدل، د غیرقانوني تګ راتګ او بوګنوونکو پېښو د مخنیوي په تړاو هم بحثونه وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اساس ښاغلي عراقچي له کابل سره د تهران د اړیکو د پراخولو په تړاو ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG