د لاس رسي وړ اتصالات

غني: اصلاحات به ډیر ژر عملي شي


ښاغلي غني د مسؤلینو په کار کې نیمگړتیاوی مني او وایي ډیر ژر به اصلاحات پلي شي

د افغانستان جمهور رئیس غني په یو پیغام کې ژمنه کړې چې ډیر ژر به په امنیتي او نورو ادارو اصلاحات پلي شي.

ښاغلي غني په دې پیغام کې د مسؤلینو په کار کې د نیمگړتیاو شتون منلی دی او ویلي چې ترهگر غواړي د دولت او ملت ترمنځ واټن ایجاد کړي.

جمهور رئیس غني وایي تروریستان هڅه کوي چې افغاني ټولنه سره په مختلفو گروپونو وویشي چې د هغه په وینا "ستره بلوا" رامنځ ته کیدل د تروریستي ډلو د فعالیت لپاره ښه زمینه ده.

ښاغلی غني وایي د دښمن هدفونه یواځې "د بې دفاع افغانانو د وژلو لټه نه ده، بلکه د هغوی ستر هدف د هر اړخیزې بلوا رامنځ ته کول دي، لکه په لیبيا، سوماليا، مالي، يمن، سوریې او نورو ځایونو کې چې شوي دي.

جمهور رئیس غني په خپل پیغام کې وايي دشمنان غواړي د جنایته ډکو اعمالو په ترسره کولو سره په ټولنه کې رواني جگړه سخته کړي چې د ولس احساسات سره ویشل شي او "افغانستان په نړیواله کچه خپل ستر فرصتونه له لاسه ورکړي".

ښاغلي غني د مسؤلینو په کار کې د نیمگړتیاو شتون ته په اشارې ژمنه کړې چې هر اړخیز اصلاحات به ژر تر ژره پلي شي.

په عین وخت د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې هیواد د تروریستي بریدونو سره مخامخ دی او خلک باید د پوره زغم نه کار واخلي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د شنبې د ورځې د پیښې په هکله پلټنې روانې دي او زیاته یې کړه چې "مظاهره کوونکي باید شرایط درک کړي، مونږ خبرو ته تیار یو".

ښاغلي غني هدایت ورکړی چې د د جمعې د ورځې د پیښو د څیړنې لپاره یو پلاوی په کار پیل وکړي. ټاکل شوې چې په دې پلاوي کې د لوی څانوالۍ او قربانیانو د کورنیو غړي شامل وي.

XS
SM
MD
LG