د لاس رسي وړ اتصالات

د هانگ کانگ اعتراض کوونکي ټرمپ ته: زمونږ ښار ازاد کړه


په هانگ کانگ کې د یکشنبې په ورځ سپتمبر ٨(وږي ١٧) په زرگونو مظاهره کوونکي د امریکا د متحده ایالاتو د قونسلگرۍ په لور لاریون وکړ او د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ نه یې وغوښتل چې هانگ کانگ ازاد کړي.

د اسوشیتدپرس اژانس د رپوټ له مخې مظاهره کوونکو د "بیجینگ په وړاندې مقاومت"، "د هانگ کانگ ازادي" او "د ازادۍ لپاره د جگړې" شعارونه ورکول.

زیات شمیر اعتراض کوونکو د تورو کمیسونو په اغوستلو سره پداسې حال کې چې مخونه یې په ماسک باندې پټ کړي وو د امریکا بیرغونه رپول او شعار یې ورکاوه چې "جمهور رئیس ټرمپ، لطفاً هانگ‌کانگ ازاد کړه".

دغه لاریون پداسې حال کې وشو چې د تیرې شپې اعتراض د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ په شخړه واوښت.

د هانگ کانگ د دموکراسۍ غوښتنې اعتراضونه چین ته د مجرمینو د لیږلو په اړه د یوې لایحې د پیشنهاد پر ضد پیل شول. ورو ورو دغه اعتراضونه نورو مسایلو ته وغځیدل او د ١٩٩٧ کال راهیسې چې د هانگ کانگ اداره له بریتانیا نه چین ته وسپارل شوه دغه مظاهرې په یو ستر سیاسي کړکیچ بدلې شوې.

دمخه اعتراض کوونکو څلور غوښتنې درلودې چې چین ته د تورونو کسانو د سپارلو د لایحې بیرته اخیستل او د اعتراض کوونکو په وړاندې د پولیسو لخوا د سخت چلند نه د کار اخیستلو په اړه ناپیلې پلټنې په کې شاملې وې.

له دې دمخه جمهور رئیس ټرمپ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اعتراض کوونکو په وړاندې د پوځي قوت نه د کار اخیستلو په اړه خبرداری ورکړی و.

XS
SM
MD
LG