د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د 'پښتین' د ملاتړ په اړه د غني ټویټ خپلو چارو کې مداخله بللې


د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر نیول کېدو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اندېښنه پخپلو کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه ناوخته په یویټ کې د پاکستان لخوا د منظور پښتین د نیولو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره د پاکستان د حکومت د دغه اقدام غنده وکړه.

ولسمشر غني ویلي: "د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین او د هغه د ملګرو په نیولو او ځورولو خواشینی یم. زه په دې اړه د بښنې د نړیوال سازمان د اعلامیې بشپړ ملاتړ کوم. په داسې حال کې چې زموږ سیمه د افراطیت او ترهګرۍ له داومداره ګواښ سره مخ ده، حکومتونه باید د بشري حقونو له فعالانو او سوله خوښو مدني حرکتونو څخه ملاتړ وکړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر د عدالت غوښتونکو خوځښتونو پر ضد دولتي تشدد د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او موږ یې په کلکه غندو. که حکومتونه له دغه ډول خوځښتونو سره اختلافات لري نو دغه اختلافات دې د خبرو اترو او ډیالوګ له لارې حل کړي نه د خشونت او زور له لارې."

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون دوشنبه ناوخته په یوې اعلامیې کې د افغان ولسمشر ټویټ پخپلو کورنیو چارو کې مداخله وبلله.

په اعلامیه کې راغلي: "موږ د افغان ولسمشر د وروستي ټویټ په اړه اندېښمن یو، دا په ښکاره ډول د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده چې باید داسي نه وای شوي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان له افغانستان سره داسې اړیکې غواړي چې د یو بل په چارو کې مداخله ونشي:"داسې بیانونه د دواړو هیودونو د اړیکو له ښه کېدو سره مرسته نه کوي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وړمه شپه د پېښور په تکال سیمه کې د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول شو.

تر دا مهاله د هغه د نیول کيدو لامل څرګند نه دی.

په پاکستان کې د پښتنو ملتپالو ترڅنګ، ګڼو افغان سیاسینو هم د هغه د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ بیا د منظور پښتین د خوشي کېدو په اړه د ولسمشر غني، افغان سیاسینو، د بشري ټولنو بنسټونو او د دغه غورځنګ د خواخوږو له ملاتړ څخه مننه کړې ده.

نن سې شنبه د افغانستان پلازمېنه کابل، خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د منظور پښتین په ملاتړ لاریونونه وشول.

مظاهره کوونکو د پاکستان د حکومت لخوا د پښتین نیول وغندل او د هغه د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه.

XS
SM
MD
LG