د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین هیله لري چې بایډن به تر ټرمپ لږ 'بې پروا' وي 


د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ولسمشران
د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ولسمشران

د روسیې ولسمشر ویلادي میر پوتین هیله څرګنده کړې چې د امریکا د متحدو ایالتونو اوسنی ولسمشر جوبایډن تر مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ لږ «بې پروا» وي.

ښاغلي پوتین له «ان بي سي نیوز» سره په مرکه کې ولسمشر بایډن «مسلکي شخص» یاد کړ و زیاته یې کړه چې خپل ژوند یې په سیاست کې تېر کړی دی.

ښاغلي پوتین وویل: «هو، ګټې او زیانونه شته، خو زما هیله دا ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د برحاله ولسمشر له لوري به د انګیزې په اساس داسې کوم تحرک نه وي.»

ټاکل شوې چې دواړه ولسمشران د چهارشنبې په ورځ سره وویني.

ښاغلی بایډن پلان لري چې خپل روسي سیال ته د امریکا د متحدو ایالتونو ځينې شکایتونه وریاد کړي، چې په تېرو ټاکنو کې د روسیې مداخله او انټرنټي برید په کې شامل دي.

ښاغلي پوتین په ښکاره ویلي دي ‌چې د امریکا د ۲۰۱۶ په ټاکنو کې د مخکني‌ ولسمشر دونالډ ټرمپ ننګه کوله.

ولسمشر بایډن ویلي دي چې د پوتین په اړه ناخبره نه دی او هغه یې یو ځل په خبرو کې «قاتل» هم یاد کړی.

په مرکې کې له ښاغلي پوټین څخه وپوښتل شول چې آیا «قاتل»‌ دی، هغه وویل چې دا ډول څرګندونې د «امریکايي په سیاسي فرهنګ کې عادي دي، خو دلته (روسیه) کې عادي ‌نه دي».

جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه په لومړي ځل په رسمي سفر تللی دی.‌ هغه په بریتانیا کې د ۷-جي هېوادونو په عمومي غونډه کې له ګډون وروسته دناټو او اروپایي هیوادونو د مشرانو په غونډې کې ګډون کوي او وروسته په ژنیو کې د روسیې د ولسمشر ویلادي‌ میر پوتین سره ګوري.

ښاغلي بایډن څه موده مخکې ویلي وو چې خپل روسي سیال ته به مخامخ ووايي‌ چې واشنګټن به مسکو پرنېږدي چې له بشري حقونو څخه سرغړونه وکړي.

XS
SM
MD
LG