د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین ګوتیریش ته: د اوکراین خبرو ته اوس هم هیلې شته


د پوتین او ګوتیریش د ملاقات جریان
د پوتین او ګوتیریش د ملاقات جریان

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۶ (غوایي شپږمه) په هغه هیواد کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته وویل چې تر اوسه هم د اوکراین جګړې د پای ته رسیدو لپاره خبرو ته هیله من دی.

ښاغلي پوتین په مسکو کې انتونیو ګوتیریش ته وویل:"ددې حقیقت سره سره چې نظامي عملیات روان دي، موږ تر اوسه هم هیله من یو چې وکولی شو له دیپلوماتیکې لارې توافقاتو ته ورسیږو."

د روسیې جمهور رئیس څرګنده کړه چې "موږ خبري‌ کوو، موږ خبرې نه ردوو."

پوتین ګوتیریش ته وویل له اوکراین سره خبرې وروسته له هغه مشکلاتو سره مخ شوې چې له کیف څخه بهیر په بوچا کې د روسیي ځواکونو له خوا د جنایتونو د ترسره کیدو ادعاوې وشوې.

د روسیې جمهور رئیس وویل:"د بوچا په کلي کې یو پارونکی عمل وشو چې له روسي پوځ سره هیڅ ارتباط نلري. موږ پوهیږو چې دا تحریک کوونکی کار چا کړی، ولي یې کړی او کومو کسانو کار پرې کړی دی."

اوکراین له دې وړاندې د داسې یو نړیوال قرار داد وړاندیز کړی وو چې که یې نور هیوادونه د امنیت تضمین وکړي، کیف به ددې کار په بدل کې نه له ناټو سره یوځای کیږي نه به د بهرنیو ځواکونو مراکزو ته ځای ورکوي او یو بې طرفه او غیر اټومي ملک به پاتې کیږي.

خو د فرانسې خبري اژانس لیکلي دا خبرې په ترکیه کې وروسته له هغه له خنډ سره مخ شوې چې کیف ته نږدې په هغو سیمو کې چې مخکې روسي ځواکونو نیولې وې، د ملکي کسانو جسدونه پیدا شول.

پوتین ګوتیریش ته وویل چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو د عملیاتو په اړه د هغه په اندیښنو خبر ی او چمتو دی چې بحث پرې وکړي، خو نوموړي په هغه هیواد کې د نارامیو دلیل په ۲۰۱۴ کال کې هغه "دولت ضد کودتا" وبلله چې پکې روسیي پلوی جمهور رئیس راوپرځول شو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په اوکراین کې د ملکي کسانو د خوندي ایستلو په هدف د یوې لارې په رامنځ ته کیدو کې له ملګرو ملتونو سره د مسکو او کیف په همکارۍ ټینګار وکړ.

د ښاغلي ګوتیریش ویاند ستیفن دوجاریک وویل پوتین په اصولو کې موافقه کړې چې د ماریپول ښار د پولادو له کارخانې څخه به د ملکي کسانو په ایستلو کې له ملګرو ملتونو او سره صلیب له نړیوالې کمیتې سره به همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG