د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتېرش په مسکو کې: اوکراین کې ژر تر ژره اوربند غواړو 


انتوني ګوتېرش په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره
انتوني ګوتېرش په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره

د ملګرو ملتونو عمومي‌ منشي انتوني ګوتېرش نن سه شنبه اپریل ۲۶ (غوايي شپږمه) په مسکو کې وویل لارې چارې لټوي چې د اوکراین جګړ ژر تر ژره ختمه شي.

نوموړي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره کتلي او تر ملاقات مخکې یې ویلي: «موږ ډېر لیوال یو چې د اغیزناکو خبرو اترو، د ژر تر ژره اوربند او د یو سوله ایز حل د شرایطو برابرولو لپاره لارې چارې ومومو.»

د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو مشر مسکو ته سفر کوي. ټاکل شوې چې هغه به د روسیې د ولسمشر ولاديمیرپوتین سره هم وویني.

نوموړي ‌وویل چې په اوکراین کې چې څه روان دي د هغه په اړه دوی جلا تفسیر لري، خو «دا د جدي خبرو اترو امکان نه محدودوي‌ چې موږ څنګه د خلکو د کړاو کمولو په اړه غوره کار کولای شو.»

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلی ګوتېرش به له مسکو څخه وروسته کیف ته ځي چې د اوکراین له ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي سره هم وویني. ښاغلي زیلینکي په هغه باندې انتقاد کړی دی چې ولې تر اوکراین مخکې روسیې ته تللی او دا کار یې «ناسم» بللی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي اوکراین ته د ځواکونو د استولو له کبله په روسیې باندې انتقاد کړی، هغه یې د ملګرو ملتونو د منشور په ماتولو تورنه کړې ده او په وار وار یې د اوربند غوښتنه کړې ده.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړی دی، د اوکراین چارواکي وايي تر دې دمه زرګونه کسان وژل شوي، میلیونونه نور بېځایه شوي‌ او ډېر تاسیسات وران او ویجاړ شوي‌دي.

په همدې حال کې امریکا د روسیې په مقابل کې اوکراین ته د نورو وسلو برابرولو لپاره په جرمني کې یوه غونډه رابللې ده.

XS
SM
MD
LG