د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: د قطر منزوي کول "غیرانساني" دي


ښاغلي اردوغان وویل قطر د اسلامي دولت د ترهگرۍ ډلې پر ضد جگړه کې د ترکیې تر څنگ تر ټولو غوڅ دریځ درلودلی دی
ښاغلي اردوغان وویل قطر د اسلامي دولت د ترهگرۍ ډلې پر ضد جگړه کې د ترکیې تر څنگ تر ټولو غوڅ دریځ درلودلی دی

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د قطر منزوي کول "غیر انساني او د اسلام د ارزښتونو خلاف" وبلل. ښاغلي اردوغان وویل هغه چلند چې د خلیج له دغه هیواد سره وشو د منلو وړ نه دی او د "مرگ سزا" په څیر دی.

ښاغلي اردوغان د سه شنبې په ورځ د ترکیې په پارلمان کې د خپل عدالت او انکشاف گوند غړو ته په وینا کې د قطر نه د دفاع په اړه وویل "د قطر په وړاندې ستره اشتباه وشوه، د یو ملت منزوي کول په هر عنوان چې وي غیر انساني او داسې دي لکه د قطر د اعدام حکم چې صادر شوی وي".

سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، مصر او بحرین تیره اونۍ د قطر سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې او هغه هیواد یې د ترهگرۍ نه په ملاتړ او د ایران سره د اړیکو په لرلو تورن کړ. هغه تورونه چې قطر هغه بې بنسټه گڼلي دي.

د ترکیې جمهور رئیس وویل "قطر د اسلامي دولت د ترهگرۍ ډلې پر ضد جگړه کې د ترکیې تر څنگ تر ټولو غوڅ دریځ درلودلی دی. د ملوثو او ناپاکو کمپایتښنونو له لارې د قطر قرباني کول هیڅ درد نه دوا کوي".

د دیپلوماتیکو اړیکو د شلولو سربیره دغو څلورو عربي هیوادو د قطر سره هوایي، ځمکني او سمندري ارتباطات هم شلولي دي او هغه هیواد ته یې خپل صادرات بند کړي دي. قطر خپل زیات خوراکي توکي د گاونډیو عربي هیوادونو څخه ترلاسه کوي.

ښاغلي اردوغان دا هم ویلي دي چې ډیر ژر به د فرانسې د جنهور رئیس ایمانویل مکرون او د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی سره په یو تیلیفوني کنفرانس کې د تازه پرمختگونو په اړه خبرې وکړي.

د ترکیې جمهور رئیس زیاته کړه چې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د خلیج په حوزه کې د یو لوړپوړي مشر په توگه باید دا کړکیچ حل کړي.

ټاکل شوې چې ښاغلی اردوغان په څو راتلونکو ورځو کې د قطر د لانجې په هکله د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره هم خبرې وکړي. ښاغلي اردوغان ویلي دي چې پر قطر باندې بندیزونه باید د روژې د میاشتې تر پایه لېرې کړای شي.

XS
SM
MD
LG