د لاس رسي وړ اتصالات

د ۳۵ میلیون ډالرو یوه ګوتمۍ په نیویارک کې بازار ته وړاندې کېږي


دا کم سارې ملغلره د بوټسوانا په یوه کان کې موندل شوې ده.
دا کم سارې ملغلره د بوټسوانا په یوه کان کې موندل شوې ده.

د روښانه ارغواني رنګه نادرو الماسو یوه ګوتمۍ چې ارزښت یې شاوخوا ۳۵ میلیون ډالر دی، د امریکا په نیویارک کې پلور ته وړاندې کیږي.

ټاکل شوې ده چې دا ۱۰.۵۷ قیراطه نادره ملغلره د جون په میاشت کې د نیویارک د "سوتبي" د جواهراتو په نیلام کې پلور ته وړاندې شي.

د سوتبي مسولین وايي دا د ارغواني رنګه الماسو تر ټولو قیمتي ټوټه ده چې دې بازار ته راوړل کیږي.

د امریکا د جواهراتو د پېژندنې انستیتیوت مرستیال ټام موسي وايي ددې غمي "روښانه کرښې او د رنګ شدت" دا د نړۍ په ډیرو نادرو جواهراتو کې راولي.

د سوتبې د معلوماتو له مخې، دا کم سارې ملغلره د بوتسوانا په یوه کان کې موندل شوې ده.

ګلابي الماس په نړۍ کې ډېر نایاب او د پانګوالو د پام وړ دي. د الماسو دا ډول یوه ټوټه په ۲۰۱۷ کې په هانګ کانګ کې په ۷۱ میلیون ډالر وپلورل شوه.

د دا ډول الماسو یوه بله وړه ټوټه تېر کال د هانګ کانګ د جواهراتو په نیلام کې په ۵۷.۷ میلیون ډالر وپلورل شوه چې هر قیراط یې ۵.۲ میلیون ډالر وو.

XS
SM
MD
LG