د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان بل ریکارډ جوړ کړ؛ ۱۰۰ ویکټې یې واخیستې


راشد خان دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د ۵۰ او ۲۰ اورونو د سیالیو اول بالر دی
راشد خان دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د ۵۰ او ۲۰ اورونو د سیالیو اول بالر دی

راشد خان د نړۍ او افغانستان لومړنی توپ اچوونکی شو چې په کمو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۰۰ کسان سوځوي.

راشد خان د یکشنبې په ورځ (مارچ۲۵) د زمبابوې د هراره په میدان کې له ویسټ انډیز سره د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په پایلوبه کې دا ریکارډ جوړ کړ.

هغه په خپلې څلور څلوېښتمې (۴۴مې) لوبې کې دا کارنامه وکړه. سلم کس چې راشد خان وسوځوه د د ویسټ‌ انډیز هوپ و.

راشد خان همدغه راز د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی و چې په کمو لوبو کې یې ۵۰ ویکټې اخیستې وې یانې ۵۰ کسان یې وسوځول.

راشد خان د یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو په یوې لوبې کې څلور وارې پنځه-پنځه کسان او څلور وارې - څلور-څلور کسان سوځولي دي. د راشد خان د کرکټ تر ټولو غوره توپ اچونه تېرکال د ویسټ انډیز خلاف وه چې په یوې لوبې کې یې اووه کسان وسوځول او یوازې ۱۸ منډې پرې وشوې.

راشد خان لا هم ۱۹ کلن دی او دا کارنامه یې د کرکټ په تاریخ کې او د افغانستان لپاره د خپل ډول لومړنۍ ده. د ملي‌ لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي تر لوبې یوه ورځ مخکې وویل چې د راشد خان دا ریکارډ د ټول افغانستان لپاره مهم او ویاړ دی.

هغه وویل"ما غوښتل چې راشد خان دا کار له ایرلنډ سره په لوبې کې وکړې‌، خو ونشو." راشد خان دا مهال د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د ۵۰ او ۲۰ اورونو د سیالیو اول بالر دی.

تر راشد مخکې د اسټرالیا کیڼ لاس تیز توپ اچوونکي میچل سټارک دا ریکارډ جوړ کړی و، خو هغه په ۵۳ لوبو کې ۱۰۰ کسان سوځولي‌ وو. د پاکستان پخواني لوبغاړي ثقلین مشتاق بیا په ۵۴ لوبو کې ۱۰۰ کسان سوځولي وو. د نیوزلنډ مخکی لوبغاړي شان بونټ اود اسټرالیا مخکنی لوبغاړی بریټ لي هم د هغوی بالرانو په ډله کې شامل دي.

راشد خان د افغانستان د ملي لوبډلې ورو توپ‌ اچوونکی دی چې د نړۍ په مشهور تجارتي‌سیالیو کې هم لوبیږي. هغه د هند په آی پي ال، د اسټرالیا په بګ بش، د بنګلدېش په بي پي ال او د ویسټ انډیز په سي پي ال کې هم لوبیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG