د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ


افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنه
افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ مارچ ۱۰ (کب۱۹) په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د لسګونو تروریستي ډلو د فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه ورځې وړاندې په راپور کې وویل چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د بهرنیو تروریستي ډلو د فعالیتونو د محدودولو په برخه کې کومې نوې نښې نه دي لیدل شوي، برعکس دا ډلې په یاد هیواد کې په آزاد ډول تګ راتګ کوي.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۳ ترهګرې ډلې فعالې دي او هغوی به وکولای په افغانستان کې امن پټنځایونه پیدا کړي.

په راپور کې د دوحې په تړون کې د نړیوالو تروریستي ډلو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو د شویو ژمنو یادونه هم شوې او اندیښنه ښودل شوې چې تروریستي ډلې به یو ځل بیا په افغانستان کې مصونیت ترلاسه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل که څه هم د ملګرو ملتونو د راپور ځینې ستایلي خو د ترهګرو ډلو د شتون په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څرګندونې رد کړي دي.

ښاغلي تکل وویل " البته موږ د دې راپور له هغې ارزونې سره موافق نه یو چې له عمومي عفوې څخه سرغړونې، خپلسرو نیونو، شکنجې او ناوړه چلند پېښو د زیاتوالي ادعا کړې".

د شننونکو نظریات

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي په دې باور دی چې په سیمه کې د تروریستي ډلو د شتون او فعالیتونو په اړه د نظر یوالی نه لیدل کیږي، ځینې هیوادونه یې په شتون اندیښنه او ځینې نور یې بیا د شتون څخه خوشاله دي.

ښاغلي سعیدي وویل " واقعیت دادی، چې تروریستان په افغانستان کې او سیمه شته خو ځینې هیوادونه د تروریستانو د حضور څخه اندیښنه لري او ځینې بیا د تروریستانو په حضور کې خپله ګټه ګوري".

د نړیوالو اړیکو شنونکی حکمت الله حکمت په دې باور کومو تروریستي ډلو ته چې ملګروملتونو په راپور کې اشاره کړې دا هغه ډلې دي چې د کلنو راهیسې په پاکستان او د افغانستان سره د هغه هیواد په پوله کې فعالې دي.

ښاغلي حکمت وویل " په افغانستان کې ځینې ډلې شته چې د سیمې څارګرې ادارې ورڅخه ملاتړ کوي او د هغوی فعالیتونه څاري، له هغې جملې داعش دی چې هم افغانستان او هم د سیمې ځینو هیوادونو ته تهدید دی. اما د افغانستان د ننني حاکمیت مبارزه د داعش پر وړاندې د ستایلو ده کیدای شي دا مبارزه نوره هم شدیده شي، خو نړیواله ټولنه طالبانو سره مرسته نه کوي. "

ښاغلی حکمت زیاتوي که طالبان په خپلو سیاستونو کې بدلون رانه ولي کیدای شي دغه ډلې قسما خپل فعالیتونه افغانستان ته د طالبانو د حاکمیت د بدنامه کولو لپاره او د نړیوالې ټولنې د نوي سیاست د رامخ ته کولو لپاره وسیله وګرځوي.

د امنیتي چارو بل کارپوه علیم داد علیم په دې نظر دی چې په افغانستان کې ناامني او د تروریستي ډلو فعالیتونه د سیمې د هیوادونو ترمنځ د سیالیو سره هم تړاو لري.

نوموړی وايي که نړۍ دې وضعیت ته لازمه پاملرنه ونکړي نو د افغانستان ناامني سیمې ته هم غځیدلی شي.

ښاغلي علیم وویل " په تاسف سره که نړۍ او د افغانستان خلک په دې برخه کې جدي نه وي ډیر زیات خطرونه افغانستان ګواښي ".

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندیښنې په داسې حال کې څرګندیږي چې په تېرو درېو ورځو کې افغانستان دوه امنیتي پيښې وشوې.

په تازه مورد کې نن شنبه د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې په یو فرهنګي مرکز کې د یوې چاودنې له امله یو تن ووژل شو او د پنځو خبریالانو په ګډون اته تنه ټپیان شول .

تر دې مخکې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل د ولایت مقام دننه په ځانمرګي برید کې ووژل شول چې داعش يې مسووليت ومانه.

تر دې مخکې او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې پر خبریالانو، جوماتونو، تکیه خانو، ښوونیزو مرکزونو او طالبانو بریدونه شوي چې د اکثریت دغو بریدونو مسولیت د داعش ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG