د لاس رسي وړ اتصالات

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ځنډېدو په اړه بېلابېل غبرګونونه


د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د تازه پرېکړې په اړه چې د د ولسمشریزو ټاکنو د درې میاشتو ځنډېدو په اړه یې کړې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي و چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې پر ۳۱مه نېټه تر سره کېږي، خو د تېرې یکشنبې په ورځ یې وویل چې راتلونکې ټاکنې به تر درې میاشتې ځنډېدو وروسته د راتلونکې سنبلې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه تر سره شي.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو په اړه د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې په غبرګون کې د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون دغه پرېکړه د افغانستان د اساسي قانون خلاف وبلل او پر خپل ټاکل شوي وخت یې د انتخاباتو غوښتنه وکړه.

د دغه کمېسیون منشي عبدالروف هروي د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۱مه» امریکا غږ ته وویل:"د ټاکنو هر ډول ځنډول د نظام مشروعیت تر سوال لاندې راولي او ټاکنې باید پر خپل وخت تر سره شي."

ټاکل شوې د جمهوري ریاست له ټاکنو سره یو ځای د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني پارلماني‌ ټاکنې هم تر سره شي.

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یو احتمالي‌ نوماند حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د درې میاشتو په ځنډېدو سره په یو مهال د څلور واړو ټاکنو تر سره کېدل افغانستان له «جدي بحران» سره مخ کوي.

ښاغلي‌ اتمر په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار کړی چې:" د اوسني حکومت د کار دوام د ۱۳۹۸ کال د جوزا میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي... له ټاکل شوې نېټه څخه وروسته د حکومت د مشرانو د کار دوام به د افغانستان د خلکو ولسي نظام له جدي ستونزو سره مخ کړي او هېواد به د کړکېچ خواته یوسي."

د دې ترڅنګ د رحمت الله نبیل په مشرۍ د افغانستان د خلکو محور بهیر هم د ټاکنو کمېسیون له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.

د دغه بهیر غړي‌ داود علي نجفي د سې شنبې په ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال ادعا وکړه چې د جمهوري ریاست ټاکنو ځنډېدو پرېکړه:"د ملي وحدت حکومت په لار ښوونه تر سره شوې چې هدف یې د راتلونکو ټاکنو مهندسي او مداخله کول دي."

پر همدې مهال د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویاند عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ ته وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو د درې میاشتو ځنډېدو پرېکړه په تشکیلاتو کې د اصلاحاتو او د رایو ورکوونکو په نوم لړ کې د ستونزو د لیري کېدو په هدف نیول شوې ده.

خو د ملي یووالي حکومت د ټاکنو کمېسیون د دې پرېکړې د هر کلي ترڅنګ ویلي چې دا به له کمېسیون سره د شفافو ټاکنو په تر سره کېدو کې مرسته وکړي.

جمهوري ریاست د دې پرېکړې هرکلی کړی
جمهوري ریاست د دې پرېکړې هرکلی کړی

​تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ساسي نمایندګۍ یا یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي و چې د پارلماني‌ ټاکنو ستونزې باید په راتلونکو ټاکنو کې تکرار نشي.

په کابل کې د امریکا سفارت هم په ټاکنیزو بنسټونو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر خپل ټوېټر ویلي چې افغانان له پوره توانايي څخه د برخمنو بنسټونو غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG