د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما افغانستان کې په ښځو د محدودیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په دغه هیواد کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یوناما د سې شنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانانو د ټولو حقوقو په ګډون په ځانګړي ډول د ژوند ټولو چارو ته د ښځو د لاسرسي او زده کړو ته د لاسرسي حقوق باید رعایت شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي: "یوناما د طالب چارواکي د وروستیو څرګندونو او هغو رپوټونو په اړه ژوره اندیښنه لري چې ښځې د پارکونو، جیمونو او حمامونو له کارولو څخه منع شویدي."

پر همدې مهال د ښځو د حقوقو یو شمېر ښځینه مدافعینو د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د یوناما پر دریز انتقاد کړی دی او وايي چې د «تکراري» اعلامیو خپرول کوم درد نه دوا کوي.

د ښځو د حقوقو یوې ښځینه مدافع لیلی بیسم امریکا غږ ته وویل چې د څه باندي یو کال په اوږدو کې څو ځله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ او د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي سره یې د افغان مېرمنو وضعیت په اړه خبري کړي دي.

د اغلې بسیم په وینا یوناما او دا ډول بنسټونه، د افغان مېرمنو د وضعیت ښه کېدو لپاره د ویلو څه نلري او په خبره یې څرګندونې یې «هیڅ عمل یا نتجیه» نلرل.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې اروپايي ټولنې هم پر افغان مېرمنو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وروستيو محدودیتونو سره مخالفت ښودلی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو تازه تفریحي پارکونو ته د میرمنو په ورتګ د بندیز وروسته تیره پنجشنبه نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) ورزشي کلبونو یا جیمونو ته هم د ښځو په تګ د بندیز اعلان وکړ.

په دې وروستیو کې د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري هم پر افغان مېرمنو د طالبانو د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې دوام به یې په افغانستان کې د فقر، بې ثباتۍ او خلکو د تېښتې زیاتوالي لامل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم یادو محدودیتونو په غبرګون کې ویلي و چې عامه پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز د هغوی پر حقوقو یو بل ګوزار دی.

XS
SM
MD
LG