د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغان میرمنې حمام ته له تګ څخه هم منع کړې 


تفریحي پارکونو او سپورتي کلبونو ته د تګ د بندیزونو وروسته طالبانو پر افغان مېرمنو عامه حمامونو ته د تګ بندیز هم ولګوه.

د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند محمد عاکف مهاجر له قوله راپور ورکړی چې ښځې عامه حمامونو ته له تلو منع شوي دي.

مهاجر فرانس پرس ته وویل: "اوس هر کور یو تشناب لري، نو حمام ته تګ به د ښځو لپاره کومه ستونزه نه وي."

تر دې مخکې طالبانو سپورتي کلپونو او تفریحي پارکونو ته د ښځو په تللو بندیز لګولی و.

پارکونو او سپورتي کلپونو ته د ښځو د تللو د مخنیوي د حکم صادرولو وروسته، ښاغلي مهاجر امریکا غږ ته وویل چې طالبانو په ۱۵ میاشتو کې هڅه وکړه چې د ښځو لپاره تفریحی ځایونو ته پداسې توګه د تګ زمینه برابره کړي چې شریعت یې اجازه ورکوي، خو د هغې په وینا، "له بده مرغه، د پارکونو او تفریحي تاسیساتو مالکینو په دې برخه کې همکاري ونه کړه...لارښونې مراعت نشوې او قوانین تر پښو لاندې شول او موږ اړ شو چې د ښځو لپاره پارکونه او ورزشي کلبونه وتړو.»

پر افغانستان باندې په بیا واکمن کیدو سره طالبانو په افغانستان کې پر ښځو سخت مقررات وضع کړل، ښځې د یو څو دفترونو پرته په دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوي، منځني او لیسه ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول او ښځو ته امر وشو چې د محرم پرته سفر ونکړي.

یوې ۲۳ کلنې افغانې زده کوونکې ثنا د طالبانو د نویو بندیزونو په غبرګون کې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د ښځو پر وړاندې د پارکونو، سپورتي کلپونو او حمامونو د دروازو د بندولو اصلي انګیزه د طالبانو د ښځو ضد نظریې کې نغښتې ده...افغانستان د ښځو لپاره په تیاره کنده بدل شوی او هغوی [طالبان] غواړي چې ښځې په دې توره کنده کې ښخې کړي.»

د ښځو د حقونو فعالان وايي، چې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د سختو مقرراتو هدف دا دی چې هغوی له راغونډېدو او د طالبانو د حکومت د مقرراتو سره له مخالفت څرګندولو منع کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو ۱۵ میاشتو کې افغان مېرمنو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو مقرراتو پر ضد لاریونونه کړي او سړکونو ته راوتلي دي. خو هر ځل دغه مظاهرې د طالبانو له خوا ځپل شوي او د دغو مظاهرو يو شمېر فعالان او تنظيموونکي نيول شوي، پوښتنې ګروېږنې ترې شوي او حتی شکنجه شوي او بنديان شوي دي.

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري پر ښځو د طالبانو د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې ددې وضعیت دوام پدې هیواد کې د بې ثباتۍ او فقر سبب کیږي.

د طالبانو ددغه تازه تصمیم دمخه د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي وو چې تفریحي پارکونو ته د ښځو په تګ د طالبانو حکومت بندیز په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقوقو په وړاندې یو بل ګوزار دی.

یاد سازمان د شنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۱) په یوه اعلامیه کې ویلي: "د طالبانو هر ډول پرېکړه باید ژر تر ژره لغوه شي، ځکه د طالبانو تر حضور لاندې د ښځو او نجونو هر ډول حقوق تر سیستماتیک برید لاندې دي."

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د نومبر پر لسمه (لړم ۱۹) په یوه غونډه کې له طالب چارواکو وغوښتل چې هغه تګلارې او مقررات لغوه کړي چې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودوي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د طالبانو په اړه په ۱۱۶ رایو سره یو پریکړه لیک تصویب کړ. هېڅ هېواد د دغه پرېکړه ليک پر ضد رايه نه ده ورکړې، خو د روسيې، چين او پاکستان په ګډون لسو هېوادونو ورته ممتنع رایه ورکړې ده.

په دغه پریکړه لیک کې چې الزامي ندی خو د نړیوالې ټولنې له خوا پر طالبانو فشار راوړي، له طالبانو غوښتل شوي، چې بشري حقونو ته درناوی او ساتنه وکړي او پلي یې کړي. ټول شموله حکومت جوړ او له ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG