د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې چاودنې ته د امریکا او ملګرو ملتونو غبرګون؛ 'د افغان خبریالانو ساتنه باید وشي'


د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په ګډون د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په مزارشریف کې د خبریالانو پر یوې غونډې د تیرې ورځې چاودنه چې ګڼ شمېر خبریالان پکې ټپي شول، غندلې او په افغانستان کې د خبریالانو پر خوندیتوب باندې ټينګار کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په مزاشریف ښار کې پر خبریالانو چاودنه غندلې او د دغه چاودنې له قربانیانو سره یې غم شریکي ښودلې ده. یوناما دغه چاودنه د "نه منلو" وړ بللې او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

یوناما زیاته کړې: " افغان خبریالان په ډیره زړورتیا دنده ترسره کوي، دوی باید خوندي واوسي. موږ د دې ناوړه پیښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا هیله لرو."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وویل چې تېره ورځ د بلخ مرکز مزارشریف ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې د "تبیان" په نوم فرهنګي مرکز کې د یوې چاودنې له امله د دغه فرهنګي مرکز یو امنیتي ساتونکی وژل شوی او اته تنه نور ټپیان شوي چې پنځه یې خبریالان دي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ هم په "تبیان" فرهنګي مرکز کې د تیرې ورځې چاودنه د تاسف وړ بللې او ویلي یې دي چې هغوی دا ډول له تاوتریخوالي ډک او "بې معنی" اعمال غندي.

ښاغلي ویسټ په ټویټر کې په دې اړه لیکلي: "موږ د افغانستان د خلکو پر استقامت او بیرته را پورته کېدو پر ظرفیت باندې باور لرو."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي استازي ریچارد بنیت هم د دغه چاودنې د غندنې تر څنګ ویلي چې تر دا مهاله لا د دغه چاودنې د قربانیانو دقیق شمېر نه دی معلوم.

ښاغلي بنیت په مزارشریف ښار کې پر خبریالانو چاودنه "په افغانستان کې د بیان ازادۍ په وړاندې بله ضربه بللې" او په دغه هیواد کې د خبریالانو پر خوندیتوب باندې ټینګار کړی دی.

پر همدې مهال د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې دا چاودنه د خبریالانو په منځ کې پر داسې مهال رامنځته شوې چې په خبره یې هغوی د «خبریال ملي ورځې» په مناسبت په تبیان فرهنګي مرکز کې را ټول شوي وو.

د دغه سازمان په وینا، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه خبریالان ټپیان شوي دي. د بې پولې خبریالانو سازمان د دغه چاودنې د عاملانو پر مجازات او محاکمې باندې ټینګار کړی دی.

داخلي غبرګونونه

په بلخ ولایت کې پر خبریالانو چاودنې په کور دننه هم پراخ غبرګونونه پارولي دي. په افغانستان کې د ازادو خبریالانو د ملاتړ بنسټ (نی) هم دغه چاودنه ټکان ورکونکې بللې او تر دغه چاودنې وروسته یې د طالبانو د امنیتي کسانو لخوا یې د خبریالانو څخه پر څېړنو باندې انتقاد کړی دی.

دغه بنسټ همدارنګه ویلي چې د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو تر دغه پیښې وروسته، له خبریالانو څخه پوښتنې ګروېږنې کړي دي. نی د طالب چارواکو دغه اقدام د تاسف وړ بللې او ویلي یې دي چې دا خپله پر خبریالانو یو ډول فشار دی.

نی زیاته کړې: "امنیتي بنسټونه باید په دې پوه شي چې پوښتنې ګروېږنې یو داسې عمل دی چې د هیواد قوانینو په چوکاټ کې د ځانګړو شرایطو پر بنسټ تر سره کیږي. په داسې حال کې چې خبریالان خپله قرباني هم وي، باید مظنون ونه ګڼل شي. دا د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف عمل دی."

په افغانستان کې د ازادو خبریالانو د ملاتړ بنسټ نی ویلي چې د دوی د معلوماتو په اساس په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ خبریالان ټپیان شوي دي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د انجمن په وینا په دغه چاودنه کې د مرتضی صمیمي، نجیب فریاد، فردین نوري، عزیز ابرام، خیبر ابراهیمي، وحید جلالي، سیرت نوري، جواد دروېش، روح لله روحاني، حسیب، منیر بهیر، سجاد موسوي، ناصر ظاهري او رسول سالک ټپیان شوي دي.

دغه بنسټ د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې دغه پېښه په جدي ډول وڅېړي او د خبریالانو او رسنیو کار کوونکو د خوندیتوب برخه کې هڅې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG