د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې د خبریالانو پر عکاسۍ بندیز ته غبرګونونه؛ طالبان وايي په اړه یې څېړنې کوي


په افغانستان کې د رسنیو په وړاندې د محدودیتونو په دوام د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ یو شمېر ټولنو د طالب چارواکو لخوا په هلمند ولایت کې ځايي طالب چارواکو لخوا د خبریالانو لخوا پر عکس او ویډيو اخیستلو د بندیز خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د رسنیو د رسنیو د ملاتړ ټولنو د سې شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۱ (کب دوهمه) په بېلابېلو اعلامیو کې ویلي چې طالب چارواکو په هلمند کې ځايي خبریالانو ته امر کړی چې په رسمي او سرنیزو خپرونو کې له هر ډول عکس او ویډیو اخیستلو څخه ډډه وکړي.

یادو ټولنو پدې اړه اندېښنه ښودلې او یاده پرېکړه یې د رسنیو د قانون خلاف بللې ده.

د یادو ټولنو له ډلې د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنې پدې اړه زیاته کړې: "له هلمند ولایت څخه په لاسته راغلو معلوماتو کې څرګندیږي... خبریالانو ته د حکومت د منسوبو کسانو له آدرسه ویل شوي دي چې په رسمي او رسنیزو خپرونو کې د هر ډول عکس او ویډیو اخیستلو اجازه نشته."

د ژورنالیستانو ملي ټولنې دغه پرېکړه د رسنیو د قانون خلاف بللې او ټینګار یې کړی چې رسنیز اصول او قواعد باید په ټول هیواد کې یو ډول تطبیق شي. یادې ټولنې همدارنګه ویلي چې د عکس اخیستلو او ویډیو ثبتولو له لارې اطلاعاتو ته لاسرسی یو قانوني اصل شمیرل کیږي.

په افغانستان کې د ازادو خبریالانو د ملاتړ ادارې (نی) هم د خپلو منابعو له قوله په هلمند کې د خبریالانو په وړاندې د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او هغه پر رسنیو د فشار او سانسور نښه بللې ده.

نی زیاته کړې: "دغه اقدام ښايي په افغانستان کې د خبریالانو د کار پروړاندې په یوه جدي ننګونه بدل شي."

د یادو غبرګونو په دوام د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په هلمند ولایت کې د ځايي طالب چارواکو لخوا د خبریالانو پر عکس او ویډيو اخیستلو بندیز غیر قانوني او د رسنیو د کمزوري کېدو هڅه بللې ده.

یاد مرکز ویلي د دوی د معلوماتو په اساس طالب چارواکو په هلمند ولایت کې ټولو خبریالانو ته شفاهي امر کړی چې له سیمه ییزو مسؤلینو سره له ویډیويي مرکو او پر خلکو د تصویري راپورونو له جوړولو څخه ډډه وکړي.

دغه مرکز ویلي چې طالب چارواکو په دغه ولایت کې خبریالانو ته د عکس او ویډیو ثبتولو پرته د غږیزي مرکې ثبتولو اجازه ورکړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز یاده پرکړه د افغانستان د رسنیو د قانون خلاف بللې ده: "د افغانستان د خبریالانو مرکز په هلمند کې د خبریالانو د عکس اخیستلو او وډیو ثبتولو باندې بندیز اطلاعاتو د لاس رسي او ټولیزو رسنیو د قانون خلاف بولي او د هغه غندنه کوي."

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ ټولنو له طالب چارواکو څخه غوښتي چې د دغه پرېکړې په اړه دوی ته وضاحت ورکړي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن چهارشنبه امریکا غږ ته وویل چې یاد وزارت په دې اړه معلومات نلري او په خبره یې پدې اړه څېړنه کوي.

ښاغلي قانع همدرانګه زیاته کړه چې دا د وزارت پرېکړه نه ده او په خبره یې پدې اړه معلومات به تر څېړنو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د اقتصادي ستونزو او محدودیتونو له امله د سلګونو رسنیو د بندېد او زرګونو خبریالانو د بېکاره راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG