د لاس رسي وړ اتصالات

د بې پولي خبریالانو سازمان له طالبانو غوښتي چې افغاني-الاصله فرانسوی خبریال خوشي کړي


د بې پولې خبریالانو سازمان او د فرانسې ۱۴ رسنیو او پروډکشن له طالبانو څخه غوښتي چې د مرتضی بهبودي په نوم افغاني الاصل فرانسوی خبریال له بند څخه خوشي کړي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د دوشنبې په ورځ فبرورۍ شپږمه (سلواغې ۱۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه خبریال یوه میاشت مخکې طالبانو په کابل کې نیولی او د هغوی په بند کې دی.

دغه سازمان او فرانسوي رسنیو، د طالبانو لخوا د خبریال مرتضی بهبودي نیول کېدل «نامعقول» بللي او ویلي یې دي چې د نوموړي د خلاصولو په اړه د دوی هڅو تر دامهاله پایله نه ده ورکړې.

په اعلامیه کې ویل شوي: "موږ د مرتضی بهبودي د نیولو په اړه چې شاوخوا ۳۰ ورځې کیږي، هغه خبریال چې د افغانستان او فرانسې دواړه تابعیت لري او اوس مهال په کابل د افغانستان په پلازمینه کې بندي دی، خاموش پاتې شوي یو. موږ نن نړۍ له دې چې هغه ژر تر ژره خلاص شي او فرانسې ته بیرته وګرځيږي. خبروو."

د دغه سازمان په وینا ښاغلي بهبودي د فرانسې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی دی. د بې پولې خبریالانو سازمان زیاته کړې چې مرتضی بهبودي د مرغومې میاشتې پر ۱۵مه د راپور چمتو کولو لپاره کابل ته سفر کړی و او تر ۴۸ ساعتونو وروسته چې غوښتل یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت څخه مطبوعاتي اعتبار لیک تر لاسه کړي نیول شوی دی.

دغه سازمان زیاته کړې: "موږ چې په کوم څه پوهیږو، هغه دا چې هغه تر نیولو ۱۱ ورځې وروسته د کابل له یوې حوزې څخه د مطبوعاتي اعتبار لیک نه لرلو له امله یوه بل زندان ته انتقال شوی دی او ویل کیږي چې په جاسوسۍ تورن شوی دی."

د بې پولې خبریالانو سازمان د فرانسې څوارلس رسنیو او پروډکشن د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې له دغه «بې ګټې وضعیت» پای ته ورسوي او ښاغلي بهبودي له بند څخه ازاد کړي.

د طالبانو حکومت تر د مهاله په کابل کې د یاد فرانسوي خبریال د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د رسنیو به وړاندې یو لړ محدودیتونه وضعه کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ په دغه هیواد کې د تیر یو کال راپدېخوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د سلګونو قضیو د ثبتېدو راپورونه ورکړي و.

XS
SM
MD
LG