د لاس رسي وړ اتصالات

سور صلیب: افغانستان کې ښایي د ۲۵ روغتونونو سره مالي مرستې بندې شي


په افغانستان کې د سره صلیب یو روعتیایي مرکز
په افغانستان کې د سره صلیب یو روعتیایي مرکز

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، د مالي محدوديتونو له امله ښايي د دې مياشتې تر پايه د افغانستان له ۲۵ روغتونونو سره د دغې کمېټې مالي مرستې بندې شي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند ډېیګو الکانترا د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) وویل: "که څه هم موږ د حکومتي وزارتونو، تمویل کوونکو او د سازمانونو سره د روغتون د برخې د بدیل لپاره د دوامداره ملاتړ د میکانیزم د موندلو په خاطر تعامل ته دوام ورکوو، خو تمه کیږي چې د روغتونونو لپاره [د سره صلیب] د پروګرامونو تدریجي بندیدل به د اګست په پای کې پیل شي."

الکانترا وویل: "سور صلیب د اوږدمهاله روغتیایي پاملرنې د ټولو فعالیتونو د دوام ورکولو لپاره اسانتیاوې او سرچینې نلري."

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په اپریل کې اعلان وکړ چې ددې کمیټې مدیره هیت د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو لپاره د ۴۷۵.۳۰ میلیون ډالرو بودیجې کموالی تصویب کړی او په ځینو ځایونو کې یې عملیات ځنډولي دي.

د سره صليب د نړيوالې کميټې وياند وويل: "موږ د هغو مالي ستونزو په اړه چې د سره صليب نړيواله کميټه ورسره مخامخ ده په شفاف ډول د افغانستان له اسلامي امارت سره خبرې کړې دي او هغوی د عامې روغتیا وزارت ته د روغتیایی خدمتونو د بشپړه مسوولیت د راستنيدو څخه خبر دي. "

سره صلیب ویلي دي چې په افغانستان کې به د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ پروګرام په ګډون نور روغتیايي پروګرامونه هم دوام وکړي.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا څرګنده نه ده چې د دغو سترو افغان روغتونونو د معاشونو د ورکړې په ګډون چې میلیونونو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي، د فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره څومره پیسو ته اړتیا ده او ایا د طالبانو مقامات به وتوانیږي چې دا بوجه ورکړای شي او که نه؟

دغه روغتونونه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو څو میاشتې وروسته د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له خوا ملاتړ کېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په پیل کې ۳۳ روغتونونو سره مرسته کوله، او د شاوخوا ۱۰زره روغتیایی کارکوونکو معاشونه او ځینې طبي تجهیزات یې ورکول. خو اتو روغتونونو ته یې مالي مرستې لا دمخه بندې کړې وې.
دا روغتونونه د ناروغانو لپاره زرګونه بسترونه چمتو کوي او د افغانستان د نفوس له نیمایي برخې څخه زیات شاوخوا ۲۵ میلیون خلک ترې ګټه پورته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG