د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوریت غوښتونکو سناتورانو امریکا کې د افغانانو د مېشت کولو د پروګرام د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ


د متحدو ایالتونو د سنا د قضايي کمېټې جمهوریت غوښتونکو غړو د مخکني ولسمشر جوبایډن د د بیا مېشتولو د پروګرام له لوري ملي امنیت ته د ورپېښو خطرونو په اړه خبرداری ورکړ، دغه پروګرام افغانانو ته اجازه ورکړه چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د ګډوډو وتلو په مهال امریکا ته راشي.

دغې کمېټې تېره ورځ «ملګرو ته د ښه راغلاست پروګرام» په اړه یوه استماعیه غونډه نیولې وه، د دغه پروګرام په اړه له هغه وروسته تحقیقات پیل شول چې یو افغان رحمان الله لکڼوال د تېرکا د نومبر په میاشت کې په واشنګټن ډي سي کې د متحدو ایالتونو د ملي ګارد دوه غړي په مرمیو ووېشتل. لکڼوال هم د همدغه پروګرام له لارې امریکا ته راغلی و. په برید کې یوه سرتېرې ووژل شوه او بل ژوبل شو.

د دغې کمېټې مشر چوک ګراسلي وویل: «نننۍ استماعیه غونډه، د یو افغان تبعه د وحشتناک برید څخه وروسته، چې د ملي ګارد غړې سارا بګسټروم په کې ووژل شوه او بل غړی اندریو ولف سخت ژوبل شو، کېږي.»

نوموړي وویل چې د بایډن حکومت «زموږ د مهاجرت د قوانینو په پلي کولو او امریکا ته د راوستل شویو افغانانو په اړه په سمې پلټنې کې ناکام و.»

د دموکرات ګوند سناتورې الیکس پادیلا بیا په دې اړه مخالفت څرګند کړ او ویې ویل «دا چې ویل کېږي افغان کډوال په سم ډول ارزول شوي نه دي، مازې درواغ دي.»

د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت لکڼوال «یو مجرم اجنبي» بولي او وايي چې مخکني حکومت د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په اتمه نېټه ملګرو ته د ښه راغلاست د پروګرام له لارې «دغه ترهګر ته اجازه ورکړه چې زموږ هېواد ته داخل» شي.

په ۲۰۲۱ کال کې د ګډوډو وتلو په پایله کې د دغه پروګرام له لارې لسګونه زره افغانان متحدو ایالتونو ته راغلل. هغه مهال د بایډن حکومت ویلي وو چې د دغه پروګرام هدف «اسیب پذیره افغانانو، چې په کې هغه افغانان هم دي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له موږ سره کار کړی» سره مرسته کول وو چې «په خوندي ډول په متحدو ایالتونو کې ځای په ځای» شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG