د لاس رسي وړ اتصالات

ریچارد بنیټ: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه ډیرې اندیښنه شته دی


د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ ویلي، چې په ترکیه کې یې د ښځو او بشري حقونو د فعالانو او ملاتړو په ګډون په دغه هیواد کې د میشتو افغانانو د استازو سره د بشري وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

ریچارد بنیټ د جمعې په ورځ سپټمبر اول (وږي لسم) د ایکس ټولنیزې شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې ترکیې ته د خپل څلور ورځیني سفر په ترڅ کې یې د افغانانو د بیلابیلو قشرونو د استازو سره د خبرو ترڅنګ د ترکیې دولتي ادارو او ملګروملتونو د چارواکو سره هم خبرې کړي دي.

ریچارد بنیټ ویلي: "په افغانستان کې د بشري حقونو په بیلابیلو برخو کې د پراخه سرغړونو په باب اندیښنې شته دی".

ښاغلي بنیټ ترکیې ته د سفر دمخه په جرمني کې هم ددغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیرې په ګډون د یو شمیر چارواکو سره په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

د بشري حقونو د څار سازمان هم واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو د دوییم کال په مناسبت په یو راپور کې په افغانستان کې روان بشري وضعیت د افغانانو لپاره د بشري کړاونو ډک کلنو په توګه یاد کړي وو.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، پر افغانستان باندې د طالبانو په دوه کلنې واکمنۍ سره ددې ډلې له خوا ځپنې زیاتې شوي؛ بشري ناورین او د ښځو له حقونو پراخه سرغړونه په دې هېواد کې د میلیونونو وګړو ژوند ګواښي.

دغه سازمان د طالبانو غوښتي، چې پر ښځو باندې لګیدلي بندیزونه دې ژر لیرې کړي. همداشان دغه سازمان د نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتي، چې طالبان په افغانستان کې د روان بشري بحران په برخه کې حساب ورکولو ته چمتو کړي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمیر افغان ښځینه فعالانو افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي امیر فریدون سینیرلی اوغلو سره د افغان میرمنو په وضعیت خبرې کړي دي.

د ښځو ټولنې په نوم د ښځو یو خوځښت د پنجشنبې د ورځې ناوخته اګست ۳۱ (وږي نهم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانانو ترمنځ په یووالي ټینګیدو باندې ټینګار شوی دی.

دغې ټولنې لیکلي: "دې ته په پاملرنې، چې ښځې د خپلو اساسي حقونو څخه محرومې دي، کولی شي د افغانانو ترمنځ د یووالي په ټینګیدو کې مهمه ونډه ولري".

همداشان د دغې ټولنې د کمیټې غړو ویلي، چې د ترکیې د استانبول په ښار کې یې د خبریالانو د نړیوالې شورا د غړو سره په افغانستان کې د ښځو په وضعیت خبرې کړي دي.

د ښځو دغو فعالانو د دغې شورا څخه غوښتي، چې په ترکیه کې د میشتو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ستونزو په هوارولو کې دې له میشتو افغانانو ملاتړ وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی او د واک ترلاسه کولو سره سم یې ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی.

طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو ددې سربیره د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو سینګارتونونه هم بند کړل او تیره اونۍ یې په یو تازه اقدام کې ښخې د بامیان په ولایت کې بند امیر ته د تللو څخه هم منع کړې.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي

خو طالبان ادعا کوي، چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د زده کړو د بندیز پریکړه دایمي پریکړه نه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG