افغانستان ته په زور د افغانانو د ستنولو په اړه د ریچارد بینټ خبرداری

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینټ خبرداری ورکړ چې افغانستان د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د جبري ستنولو لپاره یو خوندي هیواد نه دی.

ښاغلي بینټ امریکا غږ سره په مرکه کې ټینګار کړی هغه هیوادونه چې افغان کډوال یې منلي، باید د هر فرد د وضعیت او احتمالي ګواښونو له بشپړې او انفرادي ارزونې پرته هغوی په زور افغانستان ته ونه لېږي.

ښاغلی بینټ وايي: "زه له ټولو هغو هیوادونو غواړم چې د خلکو د بېرته ستنولو پرېکړه کوي، تر هر ډول ستنولو مخکې د هر شخص وضعیت په جلا او انفرادي توګه وارزوي."

ریچارد بینټ وايي واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو محدودیتونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه مخ په زیاتېدو دي. هغه وايي چې "دغه محدودیتونه یوازې پر ښځو او نجونو اغېز نه کوي، بلکې ټوله ټولنه ترې اغېزمنه شوې ده. "

خو طالبانو تل ویلي چې په افغانستان کې یې د خلکو حقونه د شریعت په رڼا کې تامین کړې دي.

ریچارد بینټ امریکا غږ سره په مرکه کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو حق تر پښو لاندې کېږي.

ښاغلی بینټ وايي: "د ماشومانو د کار، په کم‌عمر کې ودول او د ماشومانو د جبري ودونو په اړه هم ستونزې شته. په وسله ‌والو شخړو کې د ماشومانو د ښکېلتیا موضوع هم یوه جدي اندېښنه ده."

افغانستان ته په زور د افغانانو د ستنولو په اړه د ریچارد بینټ خبرداری

No media source currently available

بینټ وايي افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې درېیم هغه هیواد و چې د ځمکنیو ماینونو له امله تر ټولو ډېر اغېزمن شوی و. د جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو له امله د رامنځته شویو مړینو او ټپیانو ۸۰ سلنه ماشومان وو.

XS
SM
MD
LG