د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: د افغانستان قضايي سیستم کې د جنسیتي تنوع له لارې عدالت ټینګیدلی شي


د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي چې په افغانستان کې هغه مهال عدالت پلی کیدلی شي چې ددغه هیواد قضايي سیستم د جنسیتي تنوع څخه برخمن اوسي.

رینا امیري د قاضیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۱( کب ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې ډیرو ښځینه قاضیانو د طالبانو د فرمانونو له امله خپلې دندې له لاسه ورکړي او هغه زیانمنوونکي افغانان چې پر دغو قاضیانو باندې متکي وو، د هغوی له ملاتړ بې برخې شوي دي.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یو راپور کې ویلي و چې طالبانو په یو توپیري چلند کې د افغانستان د حقوقي سیستم څخه د ټولو ښځینه قاضیانو، ښځینه څارنوالانو او ښځینه مدافع وکیلانو د حذفولو هڅه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو د وینا له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ۲۵۰ ښځینه قاضیانې چې ددغه هیواد د ټولو قاضیانو لس فیصده کیدلې، له دندو ګوښه کړي او هم په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په سلګونو څارنوالانې او مدافع وکیلانې له دندو ګوښه کړي دي.

همداشان ملګرو ملتونو ویلي چې ډیرې قاضیانې مدافع وکیلانې او څارنوالانې ژوند ته یې د ګواښ له امله افغانستان څخه وتلواو یا هم په پټه ژوند کولو ته اړ شوي دي. همداشان ښځینه مدافع وکیلانې په دې نه دي بریالۍ شوې چې د خپل کار جواز تمدید کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس په افغانستان کې اوس مهال خپلواک قضايي سیستم له منځه تللی او د طالبانو د غورځنګ غړي چې لومړنۍ دیني زده کړې یې کړي د هغوی ځای نیولی دی.

ښځو د وضعیت د ارزولو د کمیسیون غونډه

همداشان د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د سه شنبې د ورځې په سهار مارچ ۱۲( کب ۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت د ارزولو د کمیسیون ۶۸ غونډه یوه ښه غونډه یاده کړې ده.

میرمن امیري ویلي چې دغې غونډې د افغان میرمنو سره چې د ټولنې ټولې برخې رانغاړي د ښځو او نجونو د نیوکو د منلو په تړاو ډیر ښه پیل وو.

رینا امیري ویلي:" په افغانستان پیچلي ګواښونه باید د اصولي او نوښت لرونکو لارو چارو چې د افغان میرمنو او نجونو د تخصص او نبوغ په واسطه یې لارښوونه کیږي ورته ځواب ورکړل شي".

د ملګرو ملتونو په مرکز کې د ښځو د وضعیت د ارزولو کمیسیون غونډې د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱(کب ۲۱) پیل شوي دي.

دې غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتو نیو ګوتیرش د اندیښنې په څرګندولو وویل چې په نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې په شاتګ څخه کړیږي او میلیونونه ښځې او نجونې د جګړې او کړکیچ پیټی پر اوږو وړي.

د ښځو د حقونو د ملاتړ استازي او فعالان به د دوو اونیو په موده کې د جنسیتي برابرې په برخه کې د پرمختګ لپاره په ځانګړي ډول لوږې سره د مبارزې او پر ښځو او نجونو باندې د پانګونې لارې چارې ولټوي.

ملګروملتونو ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو ۵۲ فیصده یې ښځې دي.

طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته پر ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ‌ډول محدودیتونه لګولي دي.

نجونې او ښځې یې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړي او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې یې د ښځو او نجونو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدوغوښتنه کړې ده.

طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG